نظــر

وبا او حاکمان

فرهاد داوري

د يوې شاړي مځکي په منځ کي څو کلي وه، ملنګ د يوه کلي په دروازه ننوتی، په دروازه کي د کلي د حاکمانو عکسونه پر لويو لويو بورډونو لګېدلي وه، د هر يوه د نوم سره ډېر ستر صفتونه او ښکلي نومونه ليکلي وه، د چا سره د ملي مشر، د چا سره د ملي اتل، د چا سره د وياړلي وزير، د چا سره د منلي قومندان صفتونه ليکلي وه.

ملنګ خوشاله سو، فکر يې وکړ چي د ډېرو اهل حاکمانو کلي ته ننوتلی دی، په کلي کي تازه وبا ګډه سوې وه، د وبا تدابير دا وه چي خلک بايد په کورونو کي کښېني، يو له بل څخه ليري اوسي، ماسکونه وتړي، د لاس روغبړ ونکړي، لاسونه ومينځي او پر ځانونو پام وکړي، خو د کلي په کوڅو کي خلک پدې تدابيرو نه پوهېدل، هر کس به د خپل نيژدې حاکم صفتونه کول، چا به د کلي د پرمختګ عامل ګڼی، چا به د ژوند د نجات فرشته ګڼل، چا به د الهي رحم واسطه ګڼل، هر کس خپل حاکم د قومي، ژبني يا جغرافيايي اړيکي له مخي د خپل ځان لپاره بت کړی و.

وبا په کلي کي په ډېر سرعت سره خپرېدل، ملنګ د کلي عمومي روغتون ته ولاړی چي حاکم يې له داسي شخصيتونو څخه و چي د راتګ پر وخت يې نيم کلی مبارکۍ ته راغلی و، په روغتون کي هيڅ ډول امادګي نه وه، ډېر ډاکتران وبا وهلي وه، ناروغان سرګردانه ګرځېدل، حاکم د پېسو په ټولولو اخته و.

ملنګ حيران سو چي دا دومره لوی شخصيتونه ولي د ملت غم ندي اخيستي، د ښار بل حاکم يې وليدی چي د وبا په وخت کي يې د تجارانو سره لاس يو کړی و، د هر څه قيمت يې اسمان ته جګ کړی و، بل حاکم بيا د وبا لپاره د منظور سوي بودجې څخه پيسې اخيستلې او خپل جيب ته يې اچولې، د ښار عمومي حاکم د يوې لويي هديري د جوړولو امر کړی و، د ملنګ اولنی فکر بېخي سرچپه سو، هر څه ته هيښ ګوري، خو په کوڅو کي بيا عامو خلکو د همدې حاکمانو په ملاتړ يو او بل تر ګريوانونو نيولي دي، ملنګ په نا هيلي زړه له کلي ووتی.

ملنګ له څو غونډيو او دښتونو څخه تېر سو د يوه بل کلي په دروازه ننوتی، د کلي په دروازه کي نه عکسونه وه، نه د حاکمانو صفتونه، دوه ډاکتران ولاړ وه، د ملنګ معاينه يې وکړه، ملنګ يې کلي ته پرېښودی، دې کلي ته لا اوبا نه وه راغلې، خو د کلي حاکمانو احتمالي تدابير نيولي وه، ټول خلک په کورونو کي ناست وه، حاکمانو سپيني جامې اغوستي وې، په کوڅو کي يې د خلکو د مرستو لپاره تدابير نيول، روغتون مجهز و، سپاهيان اماده ولاړ وه، د کلي کوڅې په دوا مينځل کېدلې، هيڅ فرد تشويش نه درلودی، ملنګ هک حيران سو، له کلي ووتی، د سيمي فيلسوف ته ورغی، د دواړو کليو کيسې يې ورته وکړې.

فیلسوف وويل:

د لومړي کلي خلک په خپلو منځونو کي قومي تعصبات لري، د دوی د تعصباتو څخه د قومونو تر ټولو ناکاره او نا اهله خلکو استفاده کړې ده، څوک د مجاهد په نامه، څوک د کورني بېګراونډ په نامه او څوک بيا د قومندان، قومي مشر او پاسوال د زوی په نامه راغلي دي، لوی لوی نومونه يې پر ځانونو ايښي دي، خلک د تغافل په خوب کي بيده دي، د خپلو نا اهلو په ستاينو بوخت دي، نو نا اهلان او کم ظرفيته خلک چي پورته کړل سي، لومړی به همدا خلک تر پښو لاندي کوي.

دا نا اهلان د روغتون د جوړېدو پر ځای هديرې جوړوي، د خلکو سره د مرستي پر ځای پېسې غلا کوي، پر ټول کلي غله حاکمان دي، ولس د وبا سره په جنګ اخته دی، دا کلی به ووينې چي ټوله سپېره کېږي، حاکمان يې معاصره پوهه نلري، د بحران مديريت نسي کولای، وبا قوم نه پېژني نه هم قومي ونډي پېژني، وبا معاصره پوهه غواړي او په نوو تکتيکونو له منځه ځي.

د دوهم کلي خلک روشنفکره دي، قومي ټيکه دارانو ته يې ځای ندی ورکړی، د مجاهد او قومندان په نامه غله يې وهلي او شړلي دي، د خپل کلي علمي شخصيتونه، د ملي فکر خاوندان او خاکساره خلک يې راوستي دي، نو ځکه دوی کرار په کورونو کي ناست دي او حاکمان يې خدمت کوي، د دوهم کلي خلکو د فکر پر اساس حاکمان ټاکلي دي، د جسم او ويني پر اساس يې ندي ټاکلي، نو ځکه د هديرو پر ځای روغتونونه ورته جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x