نړۍ

د پاکستان علماء: په مسجدونو کې دي د جماعت او جمعې لمونځونه پیل شي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): په پاکستان کې د علماو ټولنو پرېکړه کړې چې له دې وروسته دي د جماعت لمونځ په مسجد کې پيل شي خو ځیني احتیاطي تدابیر دي په پام کې نیول کیږي.

علماو دغه پرېکړه تېره ورځ په کراچې ښار کې رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لوستلو اعلان کړه.

د علماو دغه پریکه په داسي وخت کې اعلانیږي چې د پاکستان حکومت لا هم د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو د ادامې خبر ورکړی دی.

د پاکستان په څلورو ولایتونو کې تر اوسه د حکومت له لوري پر جماعت او جمعې لمونځونو بندیز رسما ادامه لري خو د مذهبي چارو وزیر ویلي چې دوی به د روانې میاشتې پر ۱۸مې نیټه د لمونځونو په اړه حکومتي پریکړه وکړي.

تېره ورځ د کراچي په پریس کلب کې د علماو مختلفو ډلو لکه جمعیت علماء اسلام، جمعیت علما پاکستان، جمعیت اسلامي، تنظیم اسلامي او نورو ډلو ګډون کړی وو، چې په هغو کې د پاکستان مفتي تقي عثماني او د رویت هلال کمیټې مشر مفتي منیب الرحمن هم د رسنیو سره خبرې وکړې.

مفتي تقي عثماني وویل، که د لمونځ کوونکو تر منځ فاصله وساتل شي او نور احتیاطي تدابیر ونیول شي، نو په اوس وخت کې په جماعت لمونځ اړین دي.

مفتي منیب الرحمن وویل، د جمعې لمونځ او په روژه کې د تراویح لپاره به خصوصي انتظامات کیږي.

د علماو په خبرپاڼه کې راغلي چې د جماعت په شمول د جمعې لمونځونه دي پيل شي، خو په لاندي شرطونو:

په وبا اخته کسان دي مسجد ته نه راځي.

او هغه کسان چې د زکام او ټوخې علامې لري.

او هغه کسان چې د ناروغانو سره تعامل لري.

او ډیر عمر لرونکي کسان دی لمانځه ته راځي.

اودسونه دي په کور کې وشي.

په صفونو کې دي فاصله وساتل شي.

د لمانځه وروسته دي د مسجد څخه خلک ژر وځي.

د مسجد په دروازه کې دي د لاس پاکونې مواد ځای پر ځای شي.

لمونځ کوونکي باید ماسکونه واغوندي.

د مسجد فرشونه دي ټول شي او ځمکه دي د هر لمانځه وروسته په جراثیم وژونکې دوا پرېولل کیږي.

د جمعې خطبه تر مخه دي تقریر لغوه شي او پر ځای دي يې پنځه دقیقې د وبا څخه د ځان ژغورنې په اړه عام پوهاوی کیږي.

باید وویل شي چې د نړۍ په اکثرو اسلامي هیوادونو کې د جماعت پر لمونځونو بندیزونه لګېدلي دي او داسي ګمان کیږي چې د راتلونکي کال د حج مراسم هم کیدای شي د سعودي حکومت له لوري لغوه اعلان شي.

تر اوسه په پاکستان کې د کرونا د پيښو شمیر په لاندی ډول دی:

[cvct country-code=”PK”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
AhmadRasekh

ببخشید! شما نوشته کرده اید که مفتی تقی عثمانی صاحب گفته است که خطبه جمعه بند شود وبه جایش چند دقیقه در باره ی وبا معلومات داده شود حالانکه ایشان تقریر به اردو را گفته لطفاً این غلطی را اصلاح کنید که مسلمانان غلط درک نکنند.
باتشکر.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x