
دغه خواړه مو چې څومره زړه وي وخورئ؛ وزن مو نه زیاتوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له کالوریزو خالي خواړه نه موندل کیږي، خو مګر داسې خواړه شتون لري چې په زیات نه زیات خوړلو سره تاسې ته د وزن زیاتېدو تشویش نه درکوي.
د تغذیې کارپوهې ډاکټره «لیزا یونګ» د وینا سره سم، دغه خواړه په دوه ډولونو ویشل شوي دي، میوې او سبزیجات، د نوموړې په وینا ددې ځینې لاملونه دي چې ولې دغه خواړه انسان نه چاغوي، دغه لاملونه په لاندې دول دي:
زیاته برخه اوبه لري
کم کالوریز لري
او پراخه کچه فایبر لري، کوم چې انسان ته د مړښت احساس ورکوي.
که څه هم دغه میوې او سبزیجات په پراخه کچه پروټين نه لري، مګر ګڼ شمېر ویټامینونه، د اکسایډ ضد مادې او نور غذایي عنصرونه لري چې روغتیا لپاره ګټور دي.
له دې خوړو څخه:
کاهو: د کاهو زیاتره ډولونه له ۱۰ څخه تر ۲ پورې کم کالوریز لري، که څه هم کاهو ستاسې په غذایي سیستم کې د پروټینو کچه کې زیاتوالی نه شي راوستلی، خو ګڼ شمېر ویټامینونه، دغه راز غذایي عنصرونه لکه وسپنه، ويټامن A، C، او د فولیک اسیدونه لري.
مالټه: ډير خلک پوهیږي مالټه ویټامن سي لري، خو دا نورې ګڼ شمېر روغتیایي ګټې لري، ويټامن سي د کولاګین په تولید کې مهم دي، مالټه د بدن پوستکی له زیان څخه ساتي، په دې کې د کالوریزو کچه هم ټيټه ده، په یوه مناسبه مالټه کې یوازې ۸۰ کالوریز موجود وي.
ددې سربېره که تاسې د مالټې سپين پوستکی نه خورئ، نو له دې وروسته یې پېل کړئ، ځکه چې دا فایبر لري کوم چې د کولیسترولو کچه او د وینې شکر په ټيټولو کې مرسته کوي.
سټرابري: سټرابري هم پراخه کچه ویټامن سي لري، ددې سربېره پولیفینول هم لري، (دا د اکسایډ ضد مادې یو ډول دی). سټرابري د پوټاشیم او فایبر غوره سرچینه ګڼل کیږي، له سوډيم او کولیسترولو څخه خالي دي په کوم سره چې د زړه روغتیا سالمه ساتل کیږي. د یوې پیالې په اندازه سټرابري کې یوازې ۵۰ کالوریز وي.
خټکی: دغه میوه بیټا کاروټين لري کوم چې د ویټامن A یو ډول دی، او د سترګو په روغتیا کې له بلې هرې میوې لکه مالټه، آم او شفتالو، ګټور دي. د یوې پیالې په اندازه خټکی پوټاشیم لري او ویټامن A او C ۱۰۰سلنه لري، ددې سربېره خټکی ۹۰ سلنه اوبه لري، چې یو خوراک یې یوازې ۵۵ کالوریز زیږوي.
شین توتان (بلیو بیري): دا میوه د اکسایډ ضد زیاتې مادې په درلودلو سره له بلې هرې میوې وړاندې ده، او د فایبر ترلاسه کولو لپاره شین توت اړین دي، دغه راز شاوخوا یوازې ۸۵ کالوریز چمتو کوي.
بادرنګ: بادرنګ زیاتره برخه اوبه لري، او په یو وار خوړو سره یوازې ۱۶ کالوریزې زیږوي، په داسې حال کې چې تخمونه او پوټکی یې خوراکي تغذیه لري، نو غوره داده چې له پوټکو سره وخوړل شي، ځکه چې دا فایبر او د کاروټین په نوم (ویټامن A) چمتو کوي، کوم چې د سترګو روغتیا لپاره ښه دي.
رومیان: رومیان په زیاتو لایکوپين لرلو مشهور دي، او دا هغه کاروتین دي چې د اوږدمهالې ناروغیو مخنیوی کوي، ددې سور رنګ درلودل هم ګټې لري.
د لایکوپین سربېره، رومیان په لوړه کچه ویټامن A، C او B2 لري، دغه راز پوټاشیم، فایبر او کرومیم (کلک خاورین رنګه فلز دي) څخه هم شتمن دي، ددې دومره ګټو سربېره رومیان یوازې ۲۵ کالوریزې لري.
په خوړو کې د کالوریزو کموالی ددې لامل کیږي چې انسان له چاغوالي ساتي، که چیرې په دوامداره توګه داسې خواړه وخورئ چې زیاتې کالوریزې ولري پر بدن مو ژور اغیز کوي او وزن مو زیاتول شي.