روغتیا

والګی څه ته وايي؟

عباس عابد

يوه وېروسي انتاني ناروغي ده. سبب يې رېنو وېروس دی. انتقال يې د نژدې تماس، پرنجي او ټوخي د څاڅکو په ذريعه کيږي، چې زياتره د ناروغۍ په لومړني پړاو کې وي. دغه ناروغي په هغو ځايونو کې خورا په آسانۍ خپريږي، چېرې چې ډېره ګڼه ګوڼه وي او هم تهويه سمه نه وي. په اوسط ډول هر کس په کال کې ۲ ــ ۳ د والګي حملې تېروي، البته د وخت (عمر) په تېرېدو سره يې پېښې کميږي؛ ځکه چې بدن يې په مقابل کې معافيت ترلاسه کوي. د دغې ناروغۍ د اعراضو د ښکاره کېدو موده له ۱۲ ساعتونو نه تر پنځو ورځو پورې ده.

کلينکي بڼه: پېل يې ناڅاپي دی. پزه سوزي او بندوالی هم لري. پرنجی، د ستوني درد او د پزې نري افرازات ورسره وي او له يوې تر دوو ورځو وروسته د دوهمي آنتان (د بل مکروب مداخله) له امله د پزې افرازات هم ژېړ يا شين رنګ اختياروي.

تشخيص يې له کلينکي علايمو څخه کيږي او له کرونا سره يې داسې تفريقي تشخيص کوؤ: کرونا کې وچ ټوخی، شديده تبه، د ستوني درد، د بدن او عضلاتو شديد درد او ساه لنډي وي. خو په والګي کې بيا د ستوني درد او ستړيا کله کله وي او نور اعراض يې پورته ياد شوي دي، البته تبه يې په کمه اندازه وي.
اختلاصات يې دا دي:

ــ د ساينسونو التهاب

ــ اورېدلو کې ستونزه

ــ د منځني غوږ التهاب

ــ سږو کې ستونزه، لکه: د برانکوسونو سوی او درد او سينه بغل

درملنه:
زياتره د وخت په تېرېدو سره بې درملنې رغيږي. البته د سيستميک اعراضو د کرارولو لپاره هر شپږ ساعته وروسته له نيم نه تر يو ګرام پورې پاراسيټامول درمل ورکول کيږي. په ځينو حالاتو کې د پوزې د بندښت (احتقان) لپاره هم دواء تجويزيږي. خو په غير اختلاطاتي حالاتو کې د مکروب ضد درملو توصيې ته هم ضرورت نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x