افغانستانروغتیا

کرونا افغانستان کې د یوه بل متخصص ډاکټر ژوند هم واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): کرونا وبا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې منګولې ښخې کړې چې تر دې دمهاله پرې نږدې ۸۰۰ کسان اخته شوي او ۲۴ تنه مړه شوي دي.

په دې اړه تازه د خواشینۍ خبر دا تر سترګو کیږي چې دغې وبا په تېره نږدې کې د افغانستان درې سترو متخصص ډاکټرانو ژوند اخیستی دی.

راپورونه وایي چې افغانستان کې نن د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۱۵مه نېټه د اطفالو د جراحۍ متخصص ډاکټر (اقبال عمر) هم د کرونا قرباني شو.

دا په هېواد کې دریم متخصص ډاکټر دی چې د یادې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې پرمهال پر دغه وژونکې ناروغۍ اخته کیږي او بالاخره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له دې وړاندې له دغې ناوړه ناروغۍ څخه د کابل ښار د امیري روغتون د فامیلي څانګې متخصص ډاکټر حنیف الله حنیف له کرونا وایرس سره د مبارزې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. وړمه ورځ په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د څانګې متخصص ډاکټر محمد یوسف آریوبي هم خپل ژوند بایللی و.

د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا برخو کې د کرونا ۷۰ مثبتو پېښو خبر ورکوي چې ورسره ټولې پېښې ۷۸۴ ته ورسیدې، ۲۵ کسان مړه شوي او ۴۳ بیرته روغ شوي دي. خو چارواکي وایي په راتلونکې کې به دغه ناروغي نورې ستونزې هم وزیږوي.

په ډاکټرانو او روغتیایي کارمندانو کې د وایرس خپریدل دغه لړۍ ته لا زیان اړوي، هر هغه هېوادونو کې چې روغتیایي کارمندان ډیر پر کرونا اخته شوي په دې لړ کې یې د قربانیانو شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.

ځکه چې طبیعي ده ډاکټران له هر چا وړاندې د کرونا سره د مبارزې لپاره په لومړي صف کې ودریږي، خو په افغانستان کې د خوندیتوب او نورو وسایلو کمښت ددغو ستونزو رامنځته کولو ستر لامل دی.

روغتیا پوهان او نورې ډلې افغانستان کې حکومت او روغتیا وزارت په نامسوولیتوب او د خصوصي روغتیایي سکتور د حمایې یو جامع او بیړني پلان په نه لرلو تورنوي، کوم ته چې په دې لړ کې جدي اړتیا لیدل کیږي.

[cvct country-code=”AF”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x