روغتیا

انفلوانزا يا وبايي زکام

عباس عابد

انفلونزا يوه حاده وصفي ناروغي ده، چې د Ortho myxo وېروس له ډلې د A او B ډولونو له کبله رامنځته کيږي، چې وبايي زکام يې هم بولي.

د دغې ناروغۍ د تفريخ (د علايمو د ښکاره کېدو) دوره ۱ ــ ۳ ورځې ده.

کلينکي بڼه:
اعراض يې په ناڅاپي توګه تبه او په سيسټميک ډول ځان خوږ، زړه بدوالی، کانګې او بې اشتهايي دي. سخت وچ ټوخی هم موجود وي. زياتره اعراض يې له ۳ ــ ۵ ورځو کې ښه کيږي. ځينې وختونه له دغې ناروغۍ څخه وروسته پيداکېدونکې کم ځواکي (Asthenia) تر څو اونيو پورې پاتې کيږي. که په لنډ ډول ووايو، نو په وبايي زکام کې د ناروغ وضعيت د خرابوالي له خفيف حالت څخه نيولې آن تر مړينې پورې بدلون کولی شي.

تشخيص او تفريقي تشخيص:
د اپيديمي (د ناروغۍ داسې خپرېدل چې په هم مهاله د نړۍ ډېر هېوادونه ونيسي، لکه: دا اوس د کرونا وېروسي ناروغي) په وخت کې يې تشخيص آسان دی، چې اوسنۍ وبا (کرونا وېروس) سره يې په لاندې ډول تفريقي تشخيص کوو:

د کرونا له امله دا اعراض رامنځته کيږي: وچ ټوخی، پرنجی، د ستوني درد، د بدن درد، د کمزوري احساس، تنفس کې شديده ستونزه، لوړه تبه خو په سپوراډيک (یانې په خاص موسم کې يا کله کله په يوه ناروغي د ډېرو خلکو اخته کېدل) حالاتو کې بيا د انفلونزا تشخيص يو څه وخت نيسي او د وېروس د تجريد، انټي باډي تخنيک او سېرولوژيکي معايناتو په ذريعه تشخيصيږي.

اختلاطات:
ــ د وچې غاړې او قصباتو التهاب
ــ د سږو سوی او درد
ــ د زړه د عضلې تکليف
ــ د دماغو التهاب
ــ برانکونمونيا، د سينه بغل يو شديد او معمول ډول دی چې هم په نوزادانو او هم لويانو کې وي.
ــ د بدن محيطي دردونه

درملنه:
ــ استراحت، تر څو تبه ختمه شي.
ــ د Acetaminophine ورکړه، د درد او تبې د تسکين لپاره چې په بازار کې د پاراسيټامول په نوم پيداکيږي.
ــPholcodien ، د ټوخي د کنټرول لپاره.
ــ که Pneumonia (سينه بغل) منځته راغلی وي، بايد په ځانګړې توګه يې درملنه وشي.

مخنيوی:
انفلونزا واکسين هم لري، اغېزمنتوب يې ۷۰ سلنه دی. پايښت يې کم خو بيا هم تر يوه کاله پورې دوام کولی شي. دغه واکسين بايد هغه چاته ورنکړل شي چې د هګۍ له پروټين سره حساس وي، بلکې دا واکسين په لاندې حالاتو کې تطبيقيږي:

ـ د زړه ځنډنۍ ناروغۍ.
د ساه بندي په ګډون د سږو ځنډنۍ ناروغۍ.
د پښتورګو مزمنې ناروغۍ.
شکر ناروغانو ته

البته هغو وګړيو ته چې اوږد مهاله تنفسي او د زړه او رګونو ناروغي ولري او مخکې يې معافيت هم لاسته نه وي راوړی، Amantadine Hydrochlodride د ورځې ۱۰۰ ــ ۲۰۰ ملي ګرامه تطبيقيږي، چې د انفلونزا A آنتان مخنيوی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x