
انفلاسيون
عباس عابد
انفلاسيون (Inflation): هغه پروسې دي چې په عمومي ډول بيې پکې لوړې او د پیسو اندازه هم زياته وي، چې په نتيجه کې د پيسو ارزښت کميږي او د ډېرو پيسو په ذريعه لږ شيان پېرل کيږي.
Deflation : د انفلاسيون متضاد ويی دی، چې هم نرخونه پکې کم او هم د پيسو اندازه لږه وي او شيان په کمه بيه خرڅيږي.
د انفلاسيون اندازه کول د شيانو او خدماتو د بيو او کچې په معلومولو سره کيږي، يانې څومره چې لږ خدمتونه د زياتو نرخونو په وسيه سرته رسي، وايو چې انفلاسيون يې زيات واقع شوی دی.
عموماً د لاندې شيانو او خدمتونو اندازه او قيمتونه محاسبه کيږي:
۱ ــ غذا او مشروبات.
۲ ــ پوښاک.
۳ ــ د کورونو کرايه.
۴ ــ د سون مواد.
۵ ــ برېښنا.
۶ ــ د کور اوزار.
۷ ــ لېږدونکې او پېغام وړونکې وسيلې.
۸ ــ تفريحي پروګرامونه او سامانونه.
۹ ــ جامې مينځل او پاکؤنه.
د انفلاسيون عمده لامل د پیسو زيات توليد او د معدنونو اقتصادي حالت خرابوالی دی. نور عوامل يې عبارت دي له:
۱ ــ د مالياتي سيسټم خرابوالی.
۲ ــ د پيسو زياتوالي.
۳ ــ د پرمختګ نه کوونکو لګښتونو ډېرېدل.
۴ ــ د عمومي خرچې زياتوالی.
۵ ــ د زراعتي او صنعتي بخشونو خراب فعاليت.
۶ ــ د پرمختګ د لنډ وخت پروژو کموالی او د اوږدمهاله پروژو شتون.
۷ ــ د نفوس ډېروالی.
۸ ــ د پيسو ارزښت کمېدل.
۹ ــ د تېلو بيې رالوېدل.
۱۰ ــ د سياسي ثبات نشتون.
۱۱ ــ قاچاق او تور بازار