ټولنیزه برخه

د غوره نکاح يوه بېلګه

عبدالرحمن عابد

عبدالله بن وداعه فرمايي زه به سعيد د مسيب زوی ته (يو ستر تابعي و) د زده کړې لپاره ورتلم. د يوه څه وخت لپاره يې له حلقې غائب شوم.

کله چې بيا ور وګرځېدم راڅخه يې وپوښتل: چېرې وې دا دومره موده، چې نه ښکارېدې؟ ځواب مې ورکړ:

مېرمن مې مړه شوې وه، د هغې د تکفين او تجهيز په مراسمو کې بوخت وم. سعيد بن المسيب راته وويل:

موږ به دې هم خبر کړي وو چې جنازې ته يې درغلي وای. يو څه وخت ناست وم چې د روانېدو تابيا مې کوله، بيا يې وپوښتلم: بله ښځه دې لا نه ده انتخاب کړې؟

ما وويل: د خدای جل جلاله رحمتونه دې په تا وي ما بېوزلي ته چې ايله دوه يا درې درهم لرم، څوک ښځه په نکاح راکوي؟ ابن مسيب وويل: زه!!!

ما وويل: ته!!؟ دې کې يې سمدلاسه خطبه وويله او خپله ګرانه لور يې د هماغه دوو يا دريو درهمو په مهر زما په نوم کړله. زه له مجلسه پورته شوم او اريان دريان خو خوشال کاله ته ولاړم. نه پوهېدم چې څه وکړم او له چا نه اوس مرسته وغواړم؟

دا چې زه روژه وم، نو د روژه ماتي لپاره مې يو څه ډوډۍ او د زيتونو تېل سره تيارول چې ور وټکېد، ورغلم.

د دروازې تر شا مې وپوښتل: څوک يې؟

ځواب راغی: سعيد!!!

ما هيڅ ګومان نه کاوه چې دا به زما استاد وي، ځکه هغه دا څلوېښت کاله يوازې د جومات او کور ترمنځ لاره نيولې وه. چې ور ووتم ګورم چې سعيد بن المسيب دی.

په تعجب مې ورته وويل: تاسې؟!

خو څوک به دې را پسې را استولی ؤ چې زه ستا خواته درغلی وای.

هغه وويل: نه ته ډېر حقدار يې!

ما وويل: اوس راته ووايه چې څه خدمت دې وکړم؟

هغه وويل: ته مجرد يې او ما خپله لور په نکاح درکړله. ما و نه غوښتل چې ته دغه شپه په تنهايي کې تېره کړې، دغه ده ستا مېرمن مې درته راوستله. هغه يې شاته پټه وه. ده له لاسه ونيوله او زما په در يې راننوېستله او ولاړ.

هغه د حياء غر له ډېرې حياء په دروازه کې وغورځېده. ژر مې راپورته کړله او کوټې ته ننوتم، هغه تېل او ډوډۍ مې د ډېوې شاته پټ کړل چې دا يې و نه ويني، ګاونډيانو پسې لاړم. هغوی مې خبر کړل چې ماته سعيد بن المسيب خپله لور را په نکاح کړله او اوس زما په کور کې ده.

هغوی خورا حيران شول او راته کړه يې: چې سعد تاته لور درکړله؟ او بيا يې ستا کور ته هم په ناخبرۍ کې راوستله!؟

ما وويل: هو!!! په دې وخت کې مې مور خبره شوه، هغه په بېړه راغله او راته يې وويل: زما مخ دې پرتا حرام وي، که تا هغې ته لاس ورووړ څو چې ما ناوې کړې نه وي او درې ورځې مې واده نه وې پرې جوړ کړی.

درې ورځې وروسته چې ما هغه وليدله تر ټولو ښايسته، د قرآن حافظه او د احاديثو عالمه او د مېړه مننونکې وه. تر يوې مياشتې پورې بيا نه ما او نه مې استاد د يو بل پوښتنه وکړه، خو کله چې مياشت پس يې حلقې ته ورحاضر شوم او له درس نه وروسته چې خلک ولاړل او زه او استاد مې يوازې پاتې شو، نو يې وپوښتلم: هغه انسان دې څنګه بياموند؟

ما وويل: بېخي ښه. چې دوست پرې خوښيږي او دښمن خفه. ده راته وويل: که خبره دې يې نه منله تاديب ورکوه. کله چې زه کور ته ستون شوم نو شل زره درهم يې هم راپسې راولېږل.

عبدالله بن سليمان وايي: د سعيد دغه لور ورنه عباسي خليفه عبدالملک بن مروان خپل زوی وليد ته هم غوښتې وه، خو دغه لوی تابعي (سعيد بن المسيب) ورته انکار کړی ؤ. همدا سبب ؤ چې بيا خليفه، سعيد ته ډېر تکليفونه ورکړل؛ آن تر دې چې په سختو سړو کې يې ۱۰۰ درې وواهه، يخې اوبه يې پرې واړولې او د وړيو کميس يې ور واغوست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x