نړۍ

سعودي: ښځي وایی دموټرو چلولو لپاره به خپلي مبارزي ته دوام ورکړی

manal_shareef_in_saudia(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۰۷/۲۳)ریاض: دمنال شریف په نامه سره یوه میرمنه چی دموټرچلولو په جرم باندي زنداني شوی وه، تیره ورځ یوځل بیا  له خپله کوره راووته،نوموړي دخبري رسنیو په وړاندی  یوځل بیا وویل، زه اوس هم پراهیله منده یم اوخپلو هڅو ته به دوام ورکړم ترڅو دسعودی عرب ټولي میرمني وکولای شي په هیواد کي موټري وچلوي، منال شریف چي دروان کال دمي په میاشت کي دهیواد په ختیځ کي دالخبر په ښار کي دموټرچلولو پروخت دپولیسو له لوري نیول شوی وه اودنهو ورځو لپاره زنداني شوی وه.

له زندانه دراخوشی کیدلو څخه وروسته نن ورځ بیا یوځل منال شریف له رسنیو سره په خبرو کي وویل پرخپله ژمنه باندي ولاړم یم اوترهغه پوری به خپلي مبارزي ته دوام ورکړم ترڅولومړي سعودي میرمني ته دهیواد له لوري دموټرچلولو سندورکول شي.

دروان کال دمي دمیاشتي پر۱۷ نیټه دسعودي عرب په مختلفو سیمو کی میرمنو خپلي موټري سړکونوته را وایستلي اوله حکومت څخه یی په کلکه وغوښتل ترڅو په هیوادکی ښځوته دموټرچلولو اجازه ورکړي، چي په سعودي عرب کی دښځو دغه اقدام په نړیواله کچه دښځو پام راواړاوو اوپه سعودي کی یی دښځو دموټرچلولو دهڅو ملاتړوکړ چي دنړي له ډیرووتلو څیرو څخه یوه هم دامریکي دبهرنیو چارو وزیره وه چي دسعودي عرب له ښځو سره یی خپل ملاتړاعلان کړ.

په سعودي عرب کي دښځو له لوري دموترچلولو لپاره دښځو له راوتلو څخه داسي مالومیږي چي په هیواد کی دښځوله لوری دموټرچلولو په خلاف کومه ښکاره قانوني ماده نشته ترڅو ښځي له موټرچلولو څخه منعه کړي، خوتراوسه پوری دسعودي چارواکو له لوري وښځو ته دموټرچلو اجازه لیکونه نه ورکول کیږي، لدي څخه دامالومیږی چي حکومت په هیواد کی وښځو ته اجازه نه ورکوی چي موټري وچلوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close