ټکنالوژي

مخابراتي شرکتونو کابل کې په 4G خدمتونو پېل وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د «سلام» شبکه چې یو دولتي مخابراتي شرکت دی او د افغان مخابراتي شرکت لاندې کار کوي تېره ورځ په کابل ښار کې په څلورم نسل (4G) انترنیتي خدمتونو پېل وکړ.

سلام شرکت په دې اړه وایي، د فور جي انترنیتي خدمتونو ترڅنګ دوی نور ۲۰ ملیونه ډالر ددې شرکت د پانګونې لپاره لګوي، تر څو په عمومي ډول انترنیت ته وده ورکړي او دې ته لاسرسی زیات کړي.

د سلام شرکت عمومي رییس بشر نیازی وایي، «مونږ د فور جي خدمتونه اوسمهال د کابل ښار په شمال کې پېل کړي، داسې وسایل لرو چې اجازه راکړي دغه ډول خدمات زیات او وړاندې کړو».

د افغان مخابراتي شرکت مرستیال محمد شریف شریفي وویل، په دې لړ کې سیستم ته د ودې ورکولو لپاره یو څه وخت ته اړتیا لرو»، دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د فور جي پرانیستې مراسمو کې وویل چې د انترنیتي خدمتونو ته ودې ورکولو لپاره هڅې روانې دي.

د هاشمې په وینا، غوره خدمتونه سترې پانګونې ته اړتیا لري، «سلام شرکت فور جي خدمتونه پېل کړل مګر د پوښښ ساحې یې کمې دي، مونږ امید لرو چې دا وده وکړي، دولت هم هڅه کوي تر څو بشپړ 4G خدمتونه وړاندې کړي».

خو بل لوري ته د کابل ښاریان د پخوا په څېر له انترنیتي خدمتونو شکایت کوي، که څه هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت لخوا په پرلپسې ډول د بیو کمېدلو ادعا شوې خو د کابل اوسیدونکي د ضعیف انترنیت او ددې لوړې بیو په اړه لا هم اندیښمن دي.

له دې وړاندې د ام ټي ان (MTN) او افغان بیسیم شبکو هم د فور جي 4G خدمتونو وړاندې کولو ادعا کړې وه، خو لا هم پيردونکي د سوکه انترنیت څخه سر ټکوي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې «سلام» یوازینی شرکت دی له کومې چې خلک کولی شي د نن ټکی اسیا پاڼې ته لاسرسی ولري، خو د ام ټي ان، اتصالات، روشن، افغان بیسیم او نورو شرکتونو لخوا پر دغه خبري پاڼه د نامعلومو وجوهاتو له کبله بندیز لګېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حقمل خان

افغان بیسیم کی هم ستاسو ویبپاڼه خلاصیږی هغو کی اوس یوڅه سړیتوب پیداسوی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x