
ادبي لیکني
د مزار لوحه
ګل پاچا الفت
کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدمه او د خدای په نامه به مې څه غوښتل.
چا به يو موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله. ډېرو کورونو به ځواب راکاوه او ځينو به په دروازو کې هم نه پرېښودم.
څو ورځې د يوه او بل له درګاه نه وږی او بېنوا راغلم.
هيچا هيڅ رانکړه، له ټولو خلکو نه مې زړه بد شو، دنيا ته مې په کرکه وکتل، خدای ته مې رجوع وکوړه او په دغې کوټنۍ (قبر) کې پرېوتم.
هغه چې زه به يې په دروازه کې چانه پرېښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي، له ما نه څه غواړي.
زما په نامه زما کوټنۍ ته هر څه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غريبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي.
ګل پاچا الفت