دیني، سیرت او تاریخ

اسلام د مهربانۍ، نرمي او اسانتياوو دین دی!

عباس عابد

د اسلام مقدس دين په ټولو اسماني دينونو او دنیاوي اینونوو باندې بهتر او د انسان له فطرت سره جوړ دین دی. زمونږ په سپیڅلي دین کې ډېرې اسانتياوې شته، چې د بشر له طبیعت سره اړخ لري. د دغو اسانتیاو او مهربانیو څو بېلګې په لاندې ډول دي:

۱ ــ اسلام هيڅکله څوک د هغه له وس او توان نه زيات کار او کړنې باندې نه مکلفوي:
الله تعالی د سورة البقره په ۲۸۶ ایت کې فرمايي: [لَا یُکَلِّفُ اللہُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَھَاﺚ] ژباړه: الله جل جلاله هيچا ته هم د هغه له وسه زياته ذمه واري نه سپاري.

۲ ــ په موزو او جرابو د مسح کولو روا والی او د پرېمينځلو پر ځای کفايت کول، البته ځینې شرطونه پکې موجود دي، چې په خاصو حالاتو کې عملي کیږي.

۳ ــ په خاصو شرایطو کې د اودس او غسل پر ځای د تيمم رواوالی. هر کله چې یو ناروغ یا ځپلي ته له اوبو نه ضرر رسیږي.

۴ ــ په سفر کې د لمونځ قصر (کموالی) يعنې د څلورو رکعتو فرض لمونځ پرځای دوه رکعته کول او ان کله ناکله د شرایطو تر چتر لاندې د دوو لمونځونو يوځای کول، د دې ترڅنګ مريض ته که په ولاړه لمونځ نشي کولی په ناستې او که په ناستې هم نه وي؛ نو په نیمه ملاستې او اشارې سرسه لمونځ کول. همداراز په خاصو وختونو کې د ۵ لمونځونو کول حال دا چې په نورو امتونو یې وخت او شمېر زیات ټاکل شوی و.

۵ ــ د مريض او مسافر لپاره د رمضان د روژې ماتول او د لیوني او ماشوم پوره ازادي له دې حکم څخه.

۶ ــ د زکات لازم والی یوازې په هغو کسانو چې د مال څښتن وي او نصاب ته رسیدلي وي؛ که چیرې اسلام د مهربانۍ دین نه وی؛ نو ښايي کېسه سرچپه وی؛ خو دلته په مالدار زکات لازم دی، چې فقیر او غریب ته یې ورکړي.

۷ ــ د ضرورت په وخت کې ان د مردارې (ممړه څاروي، خنزیر، بهیدونکې وینې…) شیانو خوړل؛ تر څو انسان له مرګه بچ شي.

۸ ــ د پاکو او ګټورو توکو حلال والی او د مردارو، چټلو او پلیتو شیانو حراموالی. که چیرې پلیت شیان روا وی؛ نو انسان به حتماً په ورځ کې څو ځله له ناروغۍ سره مخ کېده؛ د دې ترڅنګ به یې طبیعت هم د دا ډول شیانو خوړل نه منلی او پاکو شیانو ته به یې لاس ور اچاوه.

۹ ــ په ګناهونو باندې د حدودو سزا او په انساني ټولنه کې د امن او امان په خاطر د مسلمانانو، ذمي او هغو کافرو نه وژل، چې تجاوزګر نه وي او له مسلمانانو سره په خاصو وعدو ژوند کوي.

ماخذونه: اسلامي فقه، د اسلام بشپړتیا، اسلام پېژندنه کتابونه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x