ادبي لیکني

نه پوهېږم؟ «لنډه کيسه»

نصير احمد احمدي

له ډېرې مودې وروسته کلي ته لاړم، لومړی دوې ورځې مې په کور کې تېرې کړې، بيا د يوه ملګري کره ورغلم، دی راباندې ګران و، له پخوا مې ورسره جوړه وه او خبرې يې ښې راباندې لګېدې.

کلکه غېږ يې راکړه، کوټې ته لاړو، چای يې راووړ، له يو بل سره وغږېدو، خو دی خواشينی و او د زړه په زور يې خندل.

علت مې وپوښت، لومړی يې څه نه ويل، خو وروسته مې مجبور کړ، راياد يې کړه چې لس زره افغانۍ پوروړی دی، سړی هر سهار په دروازه کې ولاړ وي او خپلې پيسې غواړي.

په حيرانۍ مې وپوښتل:
خو ته شل جريبه ځمکه لرې، دهقاني دې هم خپله ده، بيا ولې قرضداره يې؟

ده راته وکتل، په خړو شونډو يې يوه ترخه موسکا تېره شوه، ورو يې وويل:

شکر وباسه چې د کور مسؤليت نه دی در په غاړه، پلار لرې، که نه نو دا خبرې دې نه کوله.

پوه مې کړه چې دا زما د پوښتنې ځواب نه و.

يو سوړ اسوېلی يې ووېست، شونډې يې وخوځېدې:

څه درته ووايم، اووه سره عيال لرم، ټول واړه دي، څوک ناروغه وي، څوک د مکتب کتابچې غواړي، يو جامې نه لري او بل هم لوڅې پښې ګرځي. باور وکه، د غنمو رېبلو ته يوه مياشت پاتې ده، خو موږ دوه اونۍ مخکې لا کندو جارو کړ، کله پسې رسېدی شم.

يوه شېبه غلی و، بيا پرته له دې چې راته وګوري په خواشينۍ يې وويل:

نه پوهېږم، څه پرې وخورم؟

ومې ويل:

شپږ زره درکولای شم، ډېرې نه، ژر يې نه غواړم.

په اوږه يې لاس راکېښود او مننه يې وکړه.

ما په کور کې څو ورځې نورې هم تېرې کړې، بيا ښار ته راغلم، خو مياشت لا نه وه وتلې چې له کوره احوال راپسې راغی، ويل يې چې پلار دې ناروغ دی، ژر راشه!

زه هم په بېړه د موټرو اډې ته لاړم، غرمه کور ته ورسېدم، پلار مې د زړه حمله تېره کړې وه او اوس ښه و.

خدای ته مې شکرونه وېستل، مور مې د غرمې ډوډۍ راوړه، وروسته يې په خواشينۍ راته وويل چې د ملګري کور دې بمبارد شو، د کورنۍ ټول غړي يې له خاورو مړه راوايستل، يوازې دی ژوندی دی، فاتحې ته ورشه!

زړه مې د پښو تر ګوتو تېر شو، ګوله مې کېښوده او پر بايسکل مې پښه واړوله. کله چې د هغوی کلي ته ورسېدم، د کور د ولاړو دېوالو پر ځای غټې تورې لوټې پرتې وې، چا راته وويل چې ملګری دې په فصله کې دی، په منډه ورغلم، دی سره لمر ته ناست و، ږيره يې ببره وه او تر مخ يې څو جريبه ولاړو ژېړو غنمو ته کتل، پرته له دې چې راته وګوري په غريو کې يې وويل:

د غنمو رېبلو ته مې زړه نه کيږي، نه پوهېږم! په چا يې وخورم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x