لیکنېنظــر

د احمدشاه مسعود د زوی لیکنه: هغه څه چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پاته دي

لیکوال: احمد مسعود. سرچینه: نیویارک ټایمز

ژباړه: عباس عابد – نن ټکی اسیا

وروسته له څلور لسیزو جګړې د افغانستان حالت اوس د سولې راتلو ته مناسب دی. د قطر په دوحې کې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو په پایله کې شوی تړون د طالبانو، افغان سیاسي څېرو او افغان دولت ترمنځ د سولې ملي ډیالوګ ته زمینه برابره کړې. د افغانستان خلک (افغانان) چې څو لسیزې یې ناورین لیدلی اوس ډیر زیات هیله من دي چې د جګړې او ښکیلو غاړو ترمنځ به تفاوت کم او داسې سوله به راشي چې ټولو ته د منلو وي. تر ټولو عمده پوښتنه چې په راتلونکو ژر شروع کېدونکو مذکراتو کې به پاملرنه ورته وشي. د هغو اساسي بنسټیزو خنډونو (پایداره سولې او له جنګ وروسته د نظام جوړښت) حل او پرې پوهېدل دي. له دوحې څخه ناتائید شوي راپورونه وايي: طالبان چې لا به په مذاکراتو کې ښه نېت ښيي هم د یو قوي مرکزي نظام ملاتړ ته غاړه ایښې ده.

افغانستان کې تلپاتې ثبات او سم سیاسي نظام د رامنځته کېدو په پار باید د دې هېواد په سیاسي او اداري سیستم کې مهم بنسټیز بدلونونه راشي. د اوسني سیستم ټول قدرت او مالي سرچینې د ولسمشر دفتر راغونډې کړې چې حساب یې هم کم ورکول کیږي.

دا اوسنی سیاسي جوړښت د ۲۰۰۴ م. کال د اساسي قانون پایله ده په کوم چې توافق شوی او دغه اساسي قانون د ۱۹۶۴ م. کال د اساسي قانون تکراري ورژن دی، چې د شاهي نظام له خوا چلېده.

د ګټونکي له لوري ټول سیستم په مرکزي حکومت پورې تړل او ولایتونو سره د اداري (قدرتي ) قوت کم شریکول د ولسمشرۍ مقابلې سرګرمې ساتي.

دغه د ۲۰۰۴ م کال اساسي قانون ښایي هغو ته ګټه ور رسولې وي، چې پخواني شاهي نظام کې یې ګټې خوندې وې خو د تېرو څلورو لسیزو په انقلاب (انقلابي حالت) کې یې د هېواد بنیادي سیاسي جریان له پامه غورځولی او دا په افغانستان کې د عملي سیاست له پاره نامناسبه ده.

همدې پخواني اساسي قانون ولسمشر ته اختیار ورکړی، چې د ۳۴ واړو ولایتونو والیان، ښاروالان، ولسوالان، د پولیسو مشران، سناتوران او نور چارواکي هم وګماري او هم لیرې کړي. عام (کشرګوني) چارواکي د دوی پر سر نورو حاکمانو ته حساب ورکوونکي نه دي، چې دغې چارې بیخي ډیر فساد ته لاره هواره کړې ده.

په اقتصاد باندې هم مرکزي کنټرول تر ډیره بریده جمهوري ریاست سره دی. مثلا که چیرې په یو کلي کې یو ښوونځی هم جوړیږي؛ نو لګښت او بودیجه به یې د اطرافو (ولایتي) چارواکو لخوا له مرکز سره شریکیږي، چې بیا به د ولسمشر له توشیح وروسته تصویبیږي. تر ټولو خطرناکه یې دا چې په دې مختلف النسله ټولنه کې دغه مرکزي نظام د داخلي جنګونو د اور لمبې هم بلې کړې دي. ستونزه نوره هم زیاته شوې، کله چې یو ځانګړي کس یا ډلې د ولسمشرۍ واګې په لاس کې اخیستلې هغه هم له خرابو او نسل پرستانه پالیسیو سره او بیا په داسې هېواد کې؛ کوم چې په نسلي لږکیو مشتمل دی. د افغان دولت دغې پالیسۍ په ټولو قومي ګروپونو کې د (نسلي شناخت) او نشلېزم څپه راپورته کړې. د دولت له خوا د یوې خاصې ډلې حمایت زموږ ټولنه کې لوی درز جوړ کړی او د ټولو قومي ډلو ترمنځ یې د رایې نه اخیستنې او کمتري احساس ته وده ورکړې ده، چې دغه چاره په هېواد کې د لسیزو د جنګونو سرچینه (عمده سبب) جوړیږي.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود

زما پلار احمد شاه مسعود د هېواد ملي اتل، په تاریخ کې یوازینی کس و چې د مختلفو قامونو لکه: پښتنو، تاجکو، ازبکو، هزاره وو او نور رهبران یې سره راغونډ کړي وو.

د سپتمبر له ۱۱ مې دوه ورځې دمخه د القاعده ۲ سرتیرو چې د خبریالانو په بڼه یې ځانونه جوړ کړي و زما پلار ختم کړ. دغو دوو پېښو (د مسعود وژنې او د سپتمبر ۱۱ مې) د افغانانو او امریکایانو برخلیک د تل له پاره بدل کړ. په دې تېرو نولسو کلونو کې د ټولو قومونو او نسلي ګروپونو ترمنځ هغه ثبات او انسجام بیا و نه لیدل شو کوم چې زما پلار برقرار ساتلی و.

تېر کال چې خبره دې ته ورسېدله، څو افغانستان یو وار بیا د بې ثباتي په کناره ودریږي او یو ځل بیا داخلي جګړې شروع شي. ما فیصله وکړله چې عملي سیاست ته را ودانګم تر څو د پلار لار مې ونیسم، دې وطن او خلکو ته سوله راولم او سیاسي ثبات وساتم.

قوماندان مسعود وړاندیز کړی و لکه د سویس غوندې باید سیاسي قدرت و شتمني مرکزیت نه خلاص شي. هغه په دې باور و چې که قدرت او سرچینې ولایاتو ته ورکړل شي؛ نو ټولنیز عدالت، مساوات او ملي یووالی به برقرار شي او د واک له پاره جګړې به پای ته ورسیږي. هغه ته دا چاره زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې یوه پوخ تادو ښکارېده.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت له ۲۰۱۴ م. نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې ډېره ښه موقعه درلوده چې قدرت برابر وویشي او حساب ورکوونکی واوسي. د ولسمشر غني او عبدالله (اجرائیه رئیس) ترمنځ معاهدې ایجابوله چې اساسي قانون اصلاح او نوی سیستم جوړ کړي چیرې به چې د ولسمشر ځینې صلاحیتونه کمیږي او نوي با اختیاره وزیراعظم ته به سپارل کیږي. کوم چې باید د محلي حکومتداري او په لویه کې د انتقالي قدرت له خوا څارل شوي وای.

خو سیاسي رهبري ایله په دې پانګونه ګړې چې د اصلاحاتو په مخ کې خنډونه برقرار وساتي. په پایله کې کابل بیا سیاسي بحران تجربه کوي. د سپټمبر له ټاکنو وروسته دواړه (اشرف غني او عبدالله) دعوه وکړله چې بریالي دي. او یو هم چمتو نه دی چې جوړ جاړی وکړي. که دوی چیرې بنسټیز اصلاحات راوستل او واک یې له مرکزیت نه ووېست نو د دغه بحران مخه به ونیول شي.

افغانستان اړ دی چې خپلو خلکو ته دا اجازه ورکړي، چې ولایتي او محلي ټاکنې وکړی شي او په مرکزي حکومت تکیه کمه کړي. محلي قدرت باندې ډیر اعتماد کیږي او ګټه یې هم ډیره رسيږي؛ ځکه چې ستونزو او لانجو ته ژر رسیدګي کوي او په حل یې پوهیږي.

کابل له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د پرمختیایي بودیجې په لګولو کې ناکام دی. اړتیا ده چې ولایاتو ته اجازه ورکړل شي چې د خپلو پیداوارو (حاصلاتو) سلنه واخلي؛ تر څو د خپلو اوسېدونکو (خلکو) په اقتصادي پرمختګ او خیر رسونه کې مستقیمه برخه ولري.

د مرکز واک کمېدل به د هغو خلکو د تسلي باعث وګرځي څوک چې په دې باور دي، چې د دوی شتمني (دارایي) د کابل لخوا هغو ته ورکول کیږي چې ګټې یې ورسره خوندي دي. که نه دا به د توکمیزو ګروپونو ترمنځ انتشار او اندیښنې رامنځته کړي، د ملک د وېشلو لامل به وګرځي او مرسته به وکړي چې موږ د هویت بحران حل کړو.

قوماندان مسعود داسې دوامداره سوله او سیاسي جوړښت (نظام) ښودلی چې مرکزي واک پکې کم شي او واک او سرچینې په مساوي ډول د افغانستان د خلکو ترمنځ وویشل شي. زه هیله لرم و به توانیږم چې د هغه خوب ریښتیا کړم.

ژر ده چې افغانان به د خبرو له پاره سره رایوځای شي او مهمه ده چې د افغان ټولنې ټولې برخې باید نماینده ګي ولري تر څو د مرکزي واک کمولو باندې بحث وشي او وروسته له هغې د نظام (جوړښت) په اصلاح توافق وشي.

د افغانستان خلک له موږ څخه سوله غواړي هغه هم دایمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

د مسعود زوی کونجاړه په خوب کی وینی. له یوی خواه د سولی خبرو لپاره ځان لیوال ښکاره کوي او له بلې خواه هغه خبره کوی د کومی لپاره چی د دوی د پلارونو جگړه کوله، یعنی د مرکزی حکومت اقتدار ضعیفول او د په نوم فدرالی دولت جوړول دی. دغه خلک پوهیږی چی هیڅکله به دوی افغانستان کی پوره سیاسی قدرت لاس ته رانه وړی نو ځکه یی د انگریز نظریه باندی کار روان کړئ، تر څو دوې وکولئ شی د خپل نفوس لاندی ساحو کی واک تر لاسه کړی. دی ځوان اوریدلی چی فدرالی سیستم په سویس کی… نور لوستل »

احمدشاه

بلى احمد مسعود جانه ما مسال بزرگى پدرجانته در جمع أورى تمام اقوام در جنگ هاى كابل ديديم ضرور نيست كه شما از ايشان تعريف و توصيف نمائين،
اين توصيف هارا براى كسانى به عرض برسانيد كه جنگهاى كابل را نديده باشند،
باعرض تعسف كه پدر شما يگانه قهرمان ملى أفغانستان بود در قتل و كشتار مردم بيچاره و بيدفاع أفغانستان.

غمی،پښتین

جوړ په خیر،
مسعود زوی،احمد مسعود ته،
ستا پلار احمد شاه مسعود ،او ګلبدین کابل کی ۶۲زره مسلمانان قتل کړل.ستا پلار دوهم سقاو وه،
د طالیبانو ډلی جوړیدل د ستا پلار مسعود او ګلبدین خپل منځنی جګړو نتیجه ده،

Miragha mjrohe

دا تو په اصل کی د الظابیط د انگلستان ملیکئ بچئ دی، په حقیقت کئ زور نسته ور سره هغه رکم چی باید وی لرئ، کنه دا شاغلان له زاته د لیوه خوی عدت پکشئ دی

A saeed

قومندان مسعود هغه څوک وه چې دی ده او دې ده په څېر بعضې نور خود غرضو مجهاهد بدنام کړ او مسلمانان ملت ئ په پشتون تاجک ازبک هزاره سره تقسېم کړل ده دهغو خلګو دا لوئېه جفاء به مونږ هېڅ کله ونه بخشو
الله ج
دې حساب ورسره وکړې
امېن

انجینربختور،منګل

بچه مسعود جان،
پدرت قهرمان نبود،بلکه در مردم کابل به بز شادګل معروف بود،مردم کابل می خوانده اند که.
شیر پنجشیر،روباه کابل ،بز شادګل.
او که بز بود،بز واری سرش بریده شد.

طوطی

د جهاد په وخت مسعود له روسانو سره پروتوکل وکړ چی بیا روسان د جنوب او جنوب غرب ساحو ته متوجه شول چی په نتیجه کی یی په زرګونو کسان شهیدان شول. د مسعود خبری ظبط شوې شته چی د پښتنو پر ضد یی څه ویلی. مسعود بر علاوه چی د فرانسویانو جاسوس وه، هغه یو غل هم وه. هغه د کابل موزیم او ملی آرشیف چور کړ، د زمردو معادن لا تر اوسه د پنجشیرانو له خوا په غیره قانونی شکل کندل کیږی او چور کیږی. مسعود د تاریخ تر ټول بده چهره ده.

پتنګ

امکان لری په خارج کې درس وېیلی وي خو خبرې د پدرام دمفکورې تقلید دی اوتاریخي مالومات هم نلرې ! سویس د قرار داد له مخې نږدې ۲۵۰ کله پخوا له دریو کانتونو (برخو) جوړ شوی دی چې په هر یوو کې یې جلا جلا جرمني ، فرانسوي او ایطالوي ژبو چلیږي خو افغانسان یو واحد مرکزي داسې دولت دی لکه ایران چې خښته یې ۳۵۰ کاله پخوا هوتکو ایښې ده ! ته اوس دخپل پلار او پدرام په لاره روانیږې اصل او نصب د له سمرقندد څخه دي او غواړې چې افغانستان په کانفدراسونو تقسیم کړې او تاجکبازي شروع… نور لوستل »

همت خان

هغه دروغجنه كاریزما چې غربیانو د دغه ځوان پلار (احمد شاه مسعود) ته ورجوړه کړې وه، او په دغه نولسو کالونو کې د قهرمان ملی تر چتر لاندی د هغه همپیمانانو کومه تفرقه، بی باوری, قوم پسرتی او تعصب په افغان ولس کې داستعمار په اشاره خپر کړه، اوس هماغه استعمارګر دغه کشر بی تجربی ځوان په شا ډبوی، او د پلار کاذبه کاریزما یی ورته مخته ایږدی تر څو ـ خدای مه کړه ـ دا واحد ټاټوبی مو را ټوټه ټوته کړی. دغه کشر ځوان ته ورپیادوم چی خپلسری، ملوک الطوایفی او پاټک سالاری ستا د پلار د اقتدار… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x