دیني، سیرت او تاریخ

لمونځ څومره ستر نعمت دى

نصيرتکل

الله تعالى پخپل کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي:
(إِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنكَرِ ۗ )
ژباړه: په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي.

لدې آيت څخه په څرګند ډول معلوميږي چې که کوم مؤمن بنده لمونځ په صحيح ډول سره اداء کړي، نو همدغه لمونځ انسان له فحشاء او منکر څخه راګرځوي، هر کار چې د اسلامي شريعت خلاف وي هغه منکر بلل کيږي، نو بناءً هرګناه منکر بلل کيداى، دا د الله تعالى وعده ده، الله تعالى هيڅکله د خپلې وعدې خلاف نه کوي، دا چې اوس مونږ لمونځونه کوو او ورسره زمونږ څخه ګناهونه هم صادريږي علت يې دا دى چې زمونږ لمونځونه نيمګړتياوې لري، مونږ لمونځونه په صحيح ډول له شروطو او آدابو سره ندي اداء کړي، بايد خپل لمانځه ته رجوع وکړو او په صحيح ډول يې اداء کړو.

که مونږ د ورځې پنځه لمونځونه په پابندۍ سره اداء کړو، نو د الله تعالى راسره وعده ده چې مونږ به له بدلمنۍ او ناوړه چارو څخه منع کوي او بل دا چې دا به مو د ګناهونو کفاره جوړوي.

دا به مو د درجو د لوړيدو لامل ګرځي او لدې سره به مو هيلې او آرزوګانې هم پوره کيږي او ناروغۍ به مو پرې جوړيږي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې کومه ستونزه پېښيده نو بلال ته به يې ويل:ای بلاله په لمانځه مې لدې ستونزې بېغمه کړه.

او بل دا چې لمونځ د سترګو يخني ده، د انسان د سعادت او کاميابۍ سبب دى.

الله تعالى په قرانکريم کې بل ځاى فرمايلي دي.

(يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ)

اې مؤمنانو! له الله تعالى څخه په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ.

کله چې له هرې خوا ستونزې، کړاوونه او ډار درباندې راوګرځي، غمونه ستا د غاړې طوق شي او خفه دې کړي، چې مصيبتونه دې په رنځ، درد او څړيکو اخته کړي، حوائج او اړتياوې دې زياتې شي، بس لمانځه ته رجوع وکړه، ډير ژر به ډاډ ترلاسه کړې، يقيناً لمونځ د الله تعالى په حکم د هر درد او غم ليرې کولو سبب او ضامن دی.

هغه څوک چې لمونځ نه کوي او مسجد ته له تللو ځان کاږي هغه تل په مشقتونو کې نښتي وي او پرله پسې غمونه پرې راځي او په بدبختيو کې به نښتي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x