افغانستان

د بندیانو نه خلاصون سربیره غني له طالبانو د اوربند غوښتنه تکرار کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹): په کابل کې د نیم حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني یوځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه په داسې مهال ترسره کوي، چې لاهم د نوموړي ټیم د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پروسه نه ده تکمیل کړې، کومه چې طالبان یې د بین الافغاني مذاکراتو، اوربند او دایمي سولې لپاره مخکښ ګام بولي.

ډاکټر اشرف غني د هغه ویډیويي پیغام په ترڅ کې چې تیره شپه یې په افغانستان کې د کرونا وایرس د تازه وضعیت په اړه خپور کړی، د کرونا وایرس سره د مبارزې او خلکو ته د مرستو رسولو په خاطر له طالبانو اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې په دغه غوښتنه کې ورسره نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او ټول افغان ولس همغږي لري.

غني یلي، افغان حکومت له پیله کرونا وبا جدي ګڼلې وه او یوځل بیا یې د کرونا وایرس سره د مبارزې په لړ کې  بهرنیو مرستو د جلب او عادلانه تقسیم ژمنه وکړه.

ددې ترڅنګ نوموړي د هېواد له شتمنو کسانو وغوښتل، ترڅو د کرونا وبا په دغه ځپونکي وخت کې د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی او مرسته وکړي.

د سولې پروسه کې د خنډونو ایجادولو له کبله په افغان حکومت د امریکا یو ملیارد ډالرو مرستو بندولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې ډاکټر محمداشرف غني د هېواد په کچه ستر ناورین(کرونا وبا) سره د مخنیوي په برخه کې د بهرنیانو ترڅنګ په افغان شتمنو د مرستو کولو غږ کوي.

وسله والو طالبانو تراوسه د ښاغلي غني د تازه غوښتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تردې وړاندې طالبانو د رسمي اعلامیو په خپرولو سره ټینګار کړی وو، چې بین الافغاني مذاکراتو، اوربند او دایمي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د دوحې تړون مطابق د بندیانو آزدول دي، د کومې پروسې په وړاندې چې افغان حکومت د خنډونو په جوړولو تورن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x