شعـــــرونه

غمځپلی ولس/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

په ګران ولس مو هره ورځ بمبار او يا چاپه‌ وي
په سرو وينو کې رنګ وي او په وير باندې اخته وي

ټوک ټوک مو شو هيواد ړنګ ديوالونه کلي وران دي
شهيد مو يا امام وي يا مسجد يا مدرسه وي

د ژوند شمعه يې مړه ده ټول ولس په غم لړلی
ودونه مو بمبار شهيده ناوې پښتنه وي

له ځمکې تر اسمانه د باردو غبار ګرځي
سپرلي ده کډه کړې توره شپه مو مېلمنه وي

د خپلو ظالمانو څخه ټول وطن سور اور دی
لاسونه يې د خپل ګران مسلمان په وينو سره وي

محمد مهاجره ګل وطن مو ټول خزان شو
د مينې ډيوه ګۍ اخ د هر چا د زوړنو مړه وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x