دیني، سیرت او تاریخ

استغفار مو له الهي عذابه ژغوري!

نصير تکل

الله تعالى پخپل کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي:
(وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ)
ژباړه: او نه د الله تعالى دا عادت دى چې خلك بښنه غوښتونكي وي او هغه ورته سزا ورکړي.

ددې آيت څخه دا خبره څرګنديږي څوک چې استغفار وايي «د الله تعالى څخه بښنه غواړي» الله تعالى هغه ته هيڅکله عذاب نه ورکوي او د الله تعالى وعده تر ټولو رښتينې وعده ده، هغه هيڅکله د خپلې وعدې خلاف نه کوي.

الله تعالى فرمايي «إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ»

ژباړه:الله هیڅكله له خپلې وعدې څخه اووښتونكى نه دى.

ګرانه وروره! که غواړې چې د الله تعالى له عذاب څخه نجات حاصل کړې او همدارنګه د زړه سکون او آرام ومومې، حلال رزق او نيک اولاد مو په برخه شي او ګتور باران درباندې ووريږي نو استغفار ډير وايه.

رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي(مَنْ لَزِمَ الِا سْتِعْفَارَ جَعَلَ اللهُ لَهُ مِنْ کُلِّ ضِیقٍ مَحْرَجًا وَمِنْ کُلَّ هَمٍّ فَرَجًا وَرَزَقَهُ مِنْ حَیْثُ لاَیَحْتَسِبُ)رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ

ژباړه: چا چې په ځان استغفار لازم کړ الله تعالى به له هرې تنګسیا د وتلو لاره ورته برابره کړي او له هر غم نه به یې وژغوري او له داسې لارې به روزي ورکړي چې دی به یې ګومان هم نه کوي.

لدې حديث څخه هم معلوميږي څوک چې استغفار زيات وايي الله تعالى به دغه کس ته له غمونو، دردونو، سوچونو او له ټولو تنګسیاو څخه خلاصون ور په برخه کړي او الله تعالی به له داسې لارې روزي ورکړي، چې دى به يې هېڅ ګومان هم نه کوي.

لدې حديث څخه جوته شوه څوک چې ډير استغفار وايي الله تعالى به يې له هر غم نه په امن کړي او له هر ډول بحران نه به د خلاصون لار ور وښايي.

نو چې داسې ده راځئ چې سيدالاستغفار په ځان لازم کړو او د بخاري شريف د روايت له مخې سيدالاستغفار دادى:«سَيِّدُ الِاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي؛ فَاغْفِرْ لِي؛ فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x