نظــر

د عربي نړۍ ارزښت

مفتي ضياءالرحمن «فاروقي»

په نړيوال سياست کې عربي نړۍ ډېر ارزښت لري؛ ځکه چې دا د داسې ملتونو وطن دی چې د بشري تاريخ په برخه کې يې لوی رول لوبولی دی، په دې کې د مالدارۍ سرچينې او غښتلی ځواک راټوکيدلی، بل دا چې دا د اروپا، امريکا او د منځني ختيځ تر منځ د اړيکو لپاره د پل حيثيت لري. عربي نړۍ نورې اسلامي نړۍ ته د زړه په څېر ده، چې مسلمانان‎ ورته له روحاني او ديني پلوه ميلان لري، په دې کې د سوداګرۍ لوی بازارونه او کرهنيزې ځمکې دي.

په عربي نړۍ کې د مصر په څېر لوې هيواد دی، هغه چې د خپلو کروندو لاسته راوړنو، سرسبزۍ ، مالدارۍ او د مدنيت له پلوه پر مخ تللی. په دې کې د سوريې، فلسطين او داسې نور هيوادونه دي چې ښايسته ځمکې لري او د ستراتيژيک اهميت له پلوه ډېرې ارزښتمنې دي، له دې ټولو ځانګړتياوو او ارزښتونو سربېره عربي ټاپووزمه له طبعي مـنابعو هم برخمنه ده ، ترټولو مشهور يې تېل دي چې اوسنۍ نړۍ يې «الذهب السيال» بهېدونکي زر بولي.

په عربي ټاپو وزمې کې د روحاني مقام له امله د حج هغه کلنۍ غونډه هم ترسره کيږي چې په دنيا کې يې ساری نشته. دا ټول هغه څه دي چې عربي نړۍ ته يې د لوېديځوالو په سترګو کې ځای ورکړی، د دوی طمعې يې پيدا کړي او په دې سيمه د واک پر سر يې د دوی ترمنځ د سيالۍ ډګر ګرځولی دی، حالاتو ته په کتلو ويلای شو چې الله  دې نکړي د ځمکې دا خطه به د دريمې نړيوالې جګړې په ډګر بدله شي.

محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د عربي نړۍ روح دی؛ خو مسلمانان عربي نړۍ ته د اروپايانو او د وطن پالو عربو په سترګو نه، بلکې د اسلام د ځانګو، د انسانيت د حاکميت او د نړيوال مشرتابه د مقام په سترګه ګوري او په دې باور دي چې زموږ سردار حضرت محمد عربي صلی الله عليه وسلم د عربي نړۍ روح او د هغې بنسټګر دی.

عربي نړۍ له شـتمنۍ، ځواک، ښېګڼو او نېکيو سره سره له روح پرته جسم دی، زمـوږ خـوږ پيغمبر صلی عليه وسلم همدغه نړۍ روښانه کړه، دا نړۍ له ده صلی الله علیه وسلم مخکې بېوزله، شيندل شوې او د جګړې ډګر و، خلک يې ګوښه ګوښه شوي او استعدادونه يې له لاسه ورکړي وو ؛ ځکه خو عربو د روم او فارس واکمنيو لاس ته راوړلو خوب هم نه و ليدلی ، نه يې په زړو کې ګرځېدله او که چا به ورته دا خبره وکړه نو نه به يې ورسره منله .

د سوريې هيواد چې د عربي نړۍ مهمه برخه ده ، د روم د استعمار لاندې وه ، له ظالم او مستبد رژيم رنځېده ، د ازادۍ او انصاف معنا پکې چا نه پېژندله او عراق د کياني دولت د شهوتونو تر يرغل لاندې و، په دوی يې غيرقانوني ماليې او درانده ټکسونه ايښي وو .

مصر خو روميانو ته د شيدوکوونکې او سپرېدونکې اوښې په څېر و ، چې ګټه يې ترې اخيسته ؛ خو په نس به يې نه مړوله .

ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې دا بې ځايه شوې نړۍ چې د ظلم او تېري لاندې وه ، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له لورې د خدايي دين په راوړلو له ظلم او وحشت څخه خلاصه شوه او ظالمان يې له خاورو سره خاورې شول . پيغمبر صلی الله عليه وسلم دا نړۍ هغه وخت وموندله چې نژدې وه له منځه تللې او تباه شوې وای ، او هغه وخت يې لاس ورکړ چې نژدې وه د هلاکت کندې ته غورځېدلې وای .

د الله  په اجازه پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته نوی ژوند وباښه ، او دوی ته يې داسې رڼا ورکړه چې د خلکو منځ کې يې پرې تګ کاوه ، په قرانکريم او احاديثو يې وپوهول او له ګناهونو څخه يې پاک کړل .

همدغه عربي نړۍ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له بعثت وروسته د اسلام پيغام رسوونکې، د سولې او امن استازې شوه ، په ساينس او حکمت کې يې مشرتوب ترلاسه کړ او په کلتور او تمدن کې روښانه ډيوه شوه ، عربو په امتونو کې امتياز ترلاسه کړ او د نورې نړۍ لپاره د باران په څېر شول .

له همدې وخته شام ، عراق ، مصر او هغه عربي نړۍ چې موږ يې يادونه وکړه دغو مرتبو ته ورسېدل . که خدای  مکړه پيغمبر صلی الله علیه وسلم يايې رسالت نه وی؛ نو نه يوازې سوريه ، عراق، مصر او نوره عربي نړۍ به نه وه ؛ بلکې ټوله نړۍ چې اوس په تمدن ، عقل او ديندارۍ کې کومې مرتبې ته رسېدلې، دا به هم نه وه .

له دې وروسته چې هم کوم خلک له عربي نړۍ يا د دوی له حکومتونو څخه د اسلام سپېڅلی دين له لاسه ورکوي او خپل مخ د لوېديځوالو يا د لومړيو عربو په لور ګرځوي ، يا د ژوندون قانون او سياست د لويديځوالو له د ستور او قانون سره سم برابروي ، يا د خپل ژوند بنسټ نسل پالنه او هغه عربيت بولي چې له اسلام سره يې هيڅ تړاو نه وي ، او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په مشرتابه خوښ نه وي ( العياذبالله ) ؛ نو هغه ښېګڼه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره کړې هغه ته دې بېرته ورکړي او لومړي جاهليت ، ظلم و وحشت ، تورې تيارې ، ګمراهي او ناپوهنه ، سستي او غفلت او د روم او ايران له حاکميت لاندې زندګۍ ته دې وګرځي .

خو ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه عربي نړۍ يوه لحظه هم د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له احسان څخه سر نشي ويستلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close