ورزش

د سعودي شاهي کورنۍ یو انګلستانی فوټبال کلب په «۳۰۰» ملیونه پاونډه واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د برتانوي رسنیو د راپور له مخې د انګلستاني فوټبال کلب نیو کاسټل یونیټډ (Newcastle United) پخواني مالک دغه کلب د سعودي شاهي کورنۍ ولیعهد محمد بن سلمان په ملتیا په امانډا سټیولي وپلوره.

ددې کلب په پلور کې به د سعودي شاهي کورنۍ د محمد بن سلمان په مشرۍ ۸۰ سلنه ونډه ولري، ۱۰ سلنه ونډه ددې مالکه انګلستانۍ شتمنه ښځه امانډا سټیولي «Amanda staveley» او لس سلنه نوره به ددې ملیادرې ورور لخوا ورکول کیږي.

که څه هم د انګلستان تجارتي فوټبال سیالۍ «پریمیئر لیګ» د کرونا وبا له کبله د اوسمهال لپاره ځنډول شوي دي خو یاد کلب ددې سیالیو په جدول کې په ۱۳م نمبر ځای لري.

ددې کلب د پلور بیه لومړی ۳۴۰ ملیونه پاونډه ایښودل شوې وه خو د کرونا وایرس د خپریدو او په سپورتي فعالیتونو بندیزونو ددې بیه ۳۰۰ ملیونه پاونډه چې (۳۷۵) ملیونه ډالر کیږي ټيټه کړه.

Newcastle 'in £340m takeover talks' with Saudi Crown Prince after ...

له دې وړاندې د عربي اماراتو ملیاردر شیخ بن زید النحیان هم د یاد کلب د پیرلو کوښښ کړی و خو هغه مهال تړون ترسره نه شو.

اوسمهال په نړۍ کې د فوټبال کلبونو تر ټولو شتمن مالکان د عربي هېوادونو دي چې په سر کې یې د مانچسټر سیټي فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو شیخ منصور دی، نوموړي دغه کلب په ۲۰۰۸م کال کې په ۲۱۰ ملیونه پاونډه پیرلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x