شعـــــرونه

د جمال د مینې ربه/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

غرونه غرونه تندرونه
له آسمانه را خطا کړه
چې ستا واړه کاینات ورته حیران شي
چې له خوب نه د غفلت را ویښ انسان شي
خدایه داسې تندرونه
له آسمانه را خطا کړه
چې د ونې یوه څانګه ماته نه کړي
چې له ګل نه یوه پاڼه بېله نه کړي
چې بڼکه د مرغۍ پې زخمي نه شي
چې یو ښکر هم د هوسۍ پې زخمي نه شي
چې بچي یې په شیدو باندې ماړه شي
چې تازه لنګه زمرۍ پې زخمي نه شي
خدایه داسې تندرونه
له آسمانه را خطا کړه
چې ستا نور یې پر اوږو وي
برابر په سُر و لی وي
را روان چې په ګډا وي
را روان چې په نغمو وي
په سرود په الاهو وي
غېږ یې ډکه له خوشبو وي
د جنت د سرو ګلونو
چې بشر ته مینه راوړي
له بشر نه چې شر واخلي
له زړګیو نه د کرکې
د نفرت چې پرهر واخلي
چې لایق د خلافت شي
دا بې لارې انسانان دې
چې یې ته مینه معشوق شې
شي مین پر تا جهان دې
خدایه داسې تندرونه
له آسمانه را خطا کړه
چې د ځمکې پر سر ورو ورو
منفجر په ترنم شي
سپین وزرې ملایېکې
د رڼا ترې را بهر شي
په موسکا ترې را بهر شي
چې کړي ختم دا جنګونه
دا وژنې دا ویرونه
دا وباوې کُروناوې
دغه کرکې او بلاوې
چې جهان دارالسلام شي
د مودو تندې شي ماتې
چې انسان د مینې جام شي

۲۷ حمل ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x