روغتیا

پاکستان کې ۱۴۵ روغتیايي کارکوونکي په کرونا اخته دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د ډاکټرانو او روغتیایی کارکوونکو اتحادیه وايي، په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله تر ټولو زیات زیان داکټرانو ته رسیږي او هغوی ترې سخت کړیږي.

د یادې اتحادیې د شمېرو پر بنسټ تر دې دمه په پاکستان کې شاوخوا ۱۴۵ روغتیايی کارمندان په کرونا وېروس اخته دي، چې ۵۲ یې په پنجاب، ۵۰ سند، ۲۵ بلوچستان او ۲۰ په خیبر پښتونخوا کې دي.

ویل کیږي، چې پاکستان کې تر اوسه د دوه ډاکټرانو په ګډون دریو روغتیايی کارکوونکو د کرونا وبا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؛ خو د ډاکټرانو اتحادیه دغه شمېره زیاته ښيي.

په ورته وخت کې ډاکټران وايي، اوسمهال د پاکستان ۲۰۰ روغتیا پالان او نرسان له قرنطین لاندې دي.

دوی زیاتوي، که حکومت ژر تر ژره د روغتیایي کارمندانو ژوند او وضعیت ته پاملرنه و نه کړي؛ ښایي دغه شمېرې نورې هم زیاتې شي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو اتحادیې او طبیبانو رسنیو ته وویل، په زیاترو روغتونونو کې ډاکټران د ځان ساتنې وسایلو له کمښت سره مخ دي.

دوی زیاتوي، په یو شمېر کلینکونو کې نرسانو او روغتیایي کارکوونکو ته سمه روزنه او وسایل نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې په ډاکټرانو کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

باید وویل شي چې پاکستان کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې له ۶ زرو پورته شوي او د مړو شمېر ۱۲۴ تنو ته رسیدلی دی. د ویلو وړ ده، چې کرونا وبا په افغانستان کې هم د څو ډاکټرانو د مرګ لامل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x