ورزش

کیون پيټرسن: پر محمد اصف له بندیز وروسته نړیوال لوبغاړي ډیر خوښ وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د انګلستان پخواني تکړه توپ وهونکي کیون پیټرسن چې په ټولنیزو رسنیو کې ډير فعال دی؛ د هغه توپ اچونکي نوم ښکاره کړی، چې دی یې په لوبولو کې پاتې راغلی و.

نوموړي د پاکستاني چټک توپ اچونکی محمد اصف د نړۍ سخت او تکړه توپ اچوونکی بللی دی.

هغه په خپله ټویټر پاڼه په یوه ټویټ کې لیکلي، «د نړۍ مشهور لوبغاړي پر محمد اصف له بندیز لګېدلو وروسته ډیر خوښ وو».

نوموړي دغه ټویټ دې ته په اشارې سره کړی، چې محمد اصف په خپل وخت کې د نړۍ په ګڼو لوبغالو کې د کرکټ ستر، ستر لوبغاړي په ګونډو کړل.

پيټرسن ویلي، د اصف له ورکېدلو وروسته د نړۍ یو شمېر مشهورو لوبغاړو د سکون ساه واخیسته او دی هغه څوک و، چې زه یې په لوبولو کې له سختۍ او پرېشانۍ سره مخ وم.

په سویلي افریقا کې پیدا شوي یاد لوبغاړي دغه خبرې وروسته له هغې وکړې، چې د صبور په نوم د ټویټر یو تن فعال د کیون پيټرسن پر وړاندې د محمد اصف توپ اچونه په خپل وال نشر کړه.

یاده دې وي، چې محمد اصف په څلور ورځنیو او یو ورځنیو لوبو کې ۲،۲ ځلې او په شل اوریزو لوبو کې یو ځل کیون پيټرسن اوټ کړی دی.

۳۷ کلن محمد اصف چې له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۰ کال پورې یې پاکستان ته لوبې وکړې. د (ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو) لوبو په دری واړو ډولونو کې یې ۷۱ لوبې وکړې، چې ټولې ۱۶۴ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې.

ده په ځانګړو ځایونو کې د این او اوټ سوینګ په کارولو سره ستر لوبغاړي په حیرانونکې ډول سره سوځول، چې له امله یې په پاکستاني میګرات مشهور شو.

نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د انګلستان پر وړاندې یوه لوبه کې له خپلو نورو ملګرو لوبغاړو (کم عمره محمد عامر او سلمان بټ) سره یوځای په فساد تورن او په بند محکوم شول.

ده په ۲۰۱۷ کال کې یو ځل بیا کورني کرکټ ته مخه وکړه او ان د افغانستان شپګیزې سیالیو ته هم راغی؛ خو ټیم کې یې ځای جوړ نشو کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x