شعـــــرونه

د سولې خوب!

سمسور

د نري باد څپې مې مخ وهي
چې یو خوږ خوند لري
لکه د مور د تود لاس تودوخه
هره خوا ګرمه ښکاري
د اور ګرمي نه وي
دا وي د خلکو جوش
چې په هر لوري درومي
د ماشومانو میلې
د لویانو کیسې
د مشرانو رحم
هر څه یو نوې جامه
او نوی روح اغوستی
مرغان یو بل ته سور کې
مستې نغمې وايی
د تور ځنګل او تورې دښتې پاچا
هم نن نورو ته
په مینې ګوری
د دوی روح نه ور وژني
زما د شهیدې خور
له سپین سالو نه
یو څو سپین مرغان
په ناز دانې وړي
زه هم حیران حیران
د خپلو مړو ملګرو
د خپلو ښو ملګرو
په قبرونو ګرځم
او خپل احساس وایم
د خپلې پټې مینې
یو پټ راز وایم
هغوی خبر کړم په دې
چې زه مین وم په چا
او هغه نن راغلې
هغه معشوقه زما
خلکو د سولې په نوم
په دې وطن پېژنده
………………………..
سمسور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x