دیني، سیرت او تاریخ

د ختیځ نابغه سید جمال الدین افغان پېژندنه زده کړې

 عصمت الله ساپی 

 زده کړې، سفرونه، سیاسي پوهه، سیاسي اهداف او مېړنه:

الف ـ د سید پېژندنه: سید جمال الدین د سید صفدر زوی، په ۱۲۵۴ ه ق کال د شعبان میاشت چې د ۱۸۳۹م کال سره سمون خوري د کنړ ولایت مرکز اسعدباد په یوه دینداره او دین دوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی نابغه د اسلامي نوښت بنسټګراو یو فعال غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې یو مخور پلوی و، سید جمال الدین افغان په ۱۸۸۵ م کال د پان اسلامیزم غورځنګ په جوړولو برلاسی شو، د سید مبارزې دوه بعدونه درلودل (اسلامیت) او (افغانیت)، د نوموړي د نسب لړۍ د اسلام مشهور محدث امام علي ترمذي او په پای کې حضرت حسین بن علي بن ابوطالب ته رسېږي، د سید کورنۍ د هغه ټبر پورې تړلې چې په کنړ کې یې ژوند کاوه، کنړ د افغانستان په ختیځ کې لرې پروت ولایت دی یاد قوم یا ټبر د افغانانو په منځ کې ځانګړی مقام درلود، نو په همدې بنسټ یې خلکو خورا درنښت کوو، تاریخ ته په کتو د سیدانو ټبرد افغانستان په مختلفو سیمو کې جلا جلا حکومتونه او واکونه درلودل، نو هماغه وو چې د وخت حاکم امیردوست محمد خان امر وکړو تر څو د خپلې کورنۍ سره کابل ته کډه شي ، د نوموړي سره یې د دې نږدې خپلوان هم کابل ته وغوښتل او هلته یې د ژوند کولو حکم ورته وکړ، کابل ته د تګ په وخت  سید صفدر سره سید جمال الدین هم ملګری و.

ب – د سید زده کړې: په اته ۸ کلنۍ کې یې په زده کړه پیل وکړ، چې پلار یې هم د نوموړي په روزنه کې ډېره ونډه درلوده لومړنۍ زده کړې یې خپلې کورنۍ کې پیل کړي، سید جمال الدین افغان د هغه ځواکمنې حافظې پواسطه چې د الله ج لخوا ورته وربښل شوې وه په ډېرو علومو یې پوهه ترلاسه کړه، چې حتی د کتاب فهرست (لړلیک) د لېدلو څخه به یې د هماغه کتاب په موضوعاتو پوهه ترلاسه کوله.

نوموړي په ادبي فنونو کې صرف ، نحوه ، معاني ، بیان ، انشاء او تاریخ ولوستل په مذهبي علوموکې تفسیر، حدیث، فقه او نجوم لوستل په معقولو علومو کې یې منطق، علمي او نظري حکمت ، تدبیرمنزل ، سیاست، د طبیعاتو تهذیب او الهیاتو او په ریاضیکي علومو کې یې په حساب، هندسه، الجبر تر ډېره بریده علم حاصل کړ. پورته ټول علوم یې د ښو او بااستعداده استادانو څخه زده کړل او په اتلس کلنۍ کې یې ټول علوم پای ته ورسول چې وروسته بیا هند ته لاړو او هلته یې د ورځینو مسایلو او ځینو نورو علومو سره ځان اشنا کړ.

ج – د سید سفرونه:
۱- عربستان ته سفر: سید د خپل ژوند لومړی سفر د حج فرضیې ادا کولو په موخه عربستان ته وکړ، حج د مراسمو ادا کولو په منظور نوموړی حجاز ته روان شو او هلته د حج  مراسمو ترڅنګ یې دپخوانیو اثارو لېدنه هم ترسره کړه، وروسته بیا مکې مکرمې ته ولاړو او هلته یې د مختلفو قومونو او قبیلو سره ولېدل او ډېرګټور معلومات یې ترلاسه کړل، کله چې د حج مراسمو څخه اوزګارشو نو د خپل ټاټوبي په لور یې حرکت وکړ او هېواد ته ستون شو، دلته یې د حکومت په چوکاټ کې دنده واخېسته او د حکومت په چوکاټ کې په لوړو رتبو دندې ترسره کړې، متاسفانه کورنۍ جګړو له وجهې د وخت حاکم لخوا ورته دسیسې او طوطیې جوړې شوې او د هېواد پرېښودوته اړ شوو .

۲- هند ته سفر: کله چې سید د هند پولو ته ورسېدو د هند حکومت له لورې ورته تود هرکلی وشو،خو هندي چارواکو دې  ته زړه نه ښه کوو چې سید دې په ښار کې استوګن شي، دا د دې لپاره چې د سید خوا او شاه پوهان او ځوانان را ټول نشي او پټه کومه دسیسه جوړه نشي، همدې خبرو په خلکو کې د نوموړي په اړه ډول ډول عکس العملونه را پارولول، نابغه د خلکو د دا ډول وضعې په کتلو سره د یوې میاشتې نه زیات وخت تېر نه کړ، د هند ساحلي سمیو ته لاړو او دهغه ځایه یې مصرته د تګ نیک وکړو.

۳- مصر ته سفر: کله چې سید جمال لدین افغان مصر ته ورسېدو د خلکو تود هرکلي سره مخ شو، په مصرکې یې د ازهر ټولنې او د سوریې یو شمېر زده کوونکو سره ولېدل نوموړو له سید څخه وغوښتل ترڅو دوی ته شرح اظهار تدریس کړي، سید د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او په تدریس یې شروع وکړه او یاد کتاب یې ورته په خپل استوګنځای کې تدریس کړ، چې پدې سره ټول زده کوونکي له سید ډېر خوشحاله شول اوسید یې د یو فکري مکتب په توګه پېژندو.

۴- ترکیې ته سفر: نابغه سید په استانبول کې د ترکیې صدراعظم علي پاشا سره ولېدل او پېژندګلوي یې وشوه چې د علي پاشا لخوا یې تور هرکلی وشوو او هغه په خپل دربارکې ومانه چې تردې مخه د هیچا دومره قدر نه و شوی، سید به د خپل ځانګړي افغاني لباس سره خلکو سره لېدنې کولې، د دربار ټول وزیران د نوموړي له پوهې ،لیاقت، ذکات، هویښیارتیا اوټولینزو اخلاقو متاثره وه، سید په ترکیې ژبه نه پوهېدو نو د الله لخوا ورکړل شوي ذکاوت برکت وو، چې نوموړي په دوه اونیوکې بشپړه ترکیې ژبه زده کړه او روانې خبرې به يې پرې کولې، د شپږمیاشتو تېرېدو وروسته د ترکیې پوهنې  وزارت د علمي شورا غړي په توګه ومنل شو، د یاد هېواد پوهنې وزارت لپاره یې نوی او ګټور سیستم جوړ کړو، مګر داخل د شورا کې ځینې غړي د سید له تګلارو سره مخالفت وښود او هغه یې د ترکیې د فرهنګ سره ضد باله چې د دغو افرادو له جملې د شیخ السلام تحسین فهیمي افندي نوم یادولی شو، نوموړي د سید سره په دې مخالفت کوو،او وویل به یې که چېرته سید دپوهنې په برخه د پام وړ پرمختګ وکړي نو زما محبوبیت او ارزښت به خلکو کې کم شي نو هماغه چې په ۱۲۷۹ه ق یې نوموړي ته یوه دسیسه جوړه کړه که څه هم د سید پلویانو په دې ټینګار کوو چې سید باید چپ پاتې شي خو سید د خپلو پلویانو نظر خلاف په مقالو لیکولو لاس پورې کړو چې په دغه کار سره شیخ ته چانس په لاس ورغی او د دې خلاف یې په مجلو، اخبارونو کې تندې نیوکې وکړې سید مجبور شو او راغی استانبول ته خو شیخ هلته هم په ارامه پرېنښودو ان چې د سید د تبعید امریې را واخیستوو، دې سره سید له ترکیې تبعید شو او د مصرلورته یې دتګ نیت وکړ.

۵ـ مصر ته دوهم سفر: ۱۲۸۸ه ق افغان نابغه مصرته ورسېدو که څه هم نوموړي مصرکې د پاتې کېدو هوډ نه درلود، خو د مصر پاچا مجبور کړو تر څو مصرکې پاتې شي، او همدارنګه سید ته یې معاش هم وټاکو، نابغه سید په مصرکې زده کوونکوته په ( فلسفه ، نظري او علمي حکمت ، معقولات ، فلکیات، تصوف، اصول ،فقه او اسلام ) کې تدریس پیل کړ، ډېر تکړه شاګردان یې ورزول، د نوموړي پوهې او هویښیارتیا د مصر پاچا توفیق دې ته مجبورکړو ترڅو سید ځان ته نږدې کړي او په هره مسله کې ترېنه مشوره واخلي، خو دلته هم ځینې داسې کسان پیدا شول د سید په مخالفت یې لاس پورې کړچې د دوی له جملې یوه هم د انګلستان کونسل جنرال فیضان یادولی شو، هغه توفیق ته شکایت وکړدې سره د توفیق پاچا نیت سید ته بد شو، نابغه او د هغه ملګری ابو تراب یې د مصرڅخه تبعید کړل.

۶- هند ته دوهم سفر:  سید په ۱۲۹۴ه ق کې یوځل بیا هند ته روان شو او هلته په حیدراباد کې میشت کېدو وروسته یې د (الرد علی الدهرین ) په نامه رساله ولېکله ، کله چې مصرکې د عرابیه انقلاب په بریالیتوب پای ته ورسېد، نو سید د حیدراباد څخه کلکتې ته راغی د هند حکومت لخوا پاتې کېدو ته اړ شو او ورته وویل شول کله چې حالات ښه شول او د انقلاب اور په کمېدو شو نو بیا چې چېرته ځي کولای شي لاړشي .

۷- لندن ته سفر: سید غوره وګڼله چې لندن ته سفر وکړي لومړنی ښار لندن دی چې سید په کې ډېره کمه موده پاتې شوې دی، چې د دې سفرڅخه وروسته بیا د پاریس په لور روان شو.

۸- فرانسې یا پاریس ته سفر: پاریس کې د سید سره ځوانان یو ځای شول او نوموړی یې دې ته وهڅوترڅو یوه جریده خپره کړي او دې سره د نړۍ مسلمانان د نفاق نه یووالي ته راوبلي ، سید دغه کار خپل تکړه شاګرد محمد عبیده ته وسپارو چې نوموړي په ښه توګه سرته ورسو، او د عروة الوثقی جریدې بنسټ یې کېښودو، یاده جرېده تر ۱۸ مې ګڼې پورې چاپ شوه ، دغې جریدې د ختیځ په بچیانو په ځانګړي توګه په مسلمانانو ډېره اغېزه وکړه وروسته جریده د جدي څار لاندې راغله او په یوه بهانه یې بنده کړه د انګلستان حکومت له هغه کسانو سره چې د سید سره اړېکې لرلې دوی سره ډېر بد چلند ترسر کړ، سید د جرېدې د بندیدو نه وروسته یوه میاشت په پاریس او یوه میاشت نورپه لندن کې پاتې شو له هغه ځایه په ۱۳۰۳ ه ق کال د ایران په لور روان شو.

۸- ایران ته سفر: سید په ۱۳۰۳ ه ق کال د ناصراله الدین شاه لخوا ایران ته دعوت شوو، سید د نوموړي دعوت قبول کړو او د ایران په لور وخوځید کله چې ایران ته ورسېدو، نو د ناصراله الدین شاه لخوا یې تود هرکلی وشو، لنډ وخت کې یې د پوهانو، ځوانانو او روحانینو ترمنځ بې ساری نفوذ پیدا کړ، دخلکو لخوا سید سره بې سارې مینې د ایران لومړي وزیر ته خوند ورنکړ او له دغه حالت څخه ناصراله الدین شاه خبرکړ، شاه د دې خبرو په اورېدو، د سید دتبعید امر وکړاو ویې ویل چې سید په ایران کې پرېنږدي، ددې خبرپه اورېدو نابغه سید تهران پرېښودو او شاه عبدالعظیم ته ولاړ، هلته هم ورته یو زیات شمېر روحانیون او روښانفکره ځوان تلل چې په پای کې امر وشو ترڅو سید په زوره له هېواده وباسي، سید په داسې حال کې چې پخپله بستره کې د مریضۍ په حال کې پروت له پنځوسو څخه ډېرو وسله والو پرې حمله وکړه اوپه ډېر بد حال یې د ایرانه وباسو.

۹- لندن ته دوهم سفر: سید په ۱۸۹۲م کال یو ځل بیا لندن ته ولاړ او شپږمیاشتې یې هلته تېرې کړې په داسې حال کې چې ټوله اراده او د قلم ځواک یې دناصراله الدین شاه حکومت په ړنګولو لپاره کارول او د حکومت د استبداد په وړاندې یې ژوندي مطالب په ضیاءالخافقین مجله کې خپاره کړل ترڅو خلک د دغه استبدادي حکومت له ظلمونو خلاصون ومومي، دغه وخت ترکیه کې سلطان عبدالحمید واک ترلاسه کړی وو په لندن کې د ترکیې سفیر واسطه یې سید ترکیې ته دعوت کړ،چې د سید له لوري یې دعوت قبول شوو

۱۰- ترکیې ته دوهم سفر: سید ته د سلطان لخوا تود هرکلی وشو، سید په استانبول کې پنځه کاله تېر کړل چې سلطان له مهربانیو او قصر د خلکو له بې شمېره دسیسوسره مخ شو، بلاخره دې ته مجبور شو چې د ترکیې له حکومت یې څوځله د اروپا تګ اجازه وغوښته خو چایې خبره وانه ورېده ،سید دلته پاتې ژوند په یو داسې زندان کې تېرکړ، چې د ژوند تیرولو لپاره مناسب نه وو، سید جمال الدین افغان په ۱۸۹۸ م د مارچ په میاشت د سه شنبې په ورځ ۱۲ بجو او ۱۳ دقیقو د سرطان ناروغۍ له کبله خپلو ټولو ارمانونو سره چې د استعمار څخه د ختیځ د خلکو خلاصون په اړه یې درلودل،  د ۵۹ کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه تل لپاره سترګې پټې کړې که څه هم د نوموړي د مرګ په اړه مختلفې څېړنې ترسره شوې څوک یې مرګ مرموز بولي، څوک یې د سرطان ناروغي او څوک یې د زهر په ورکولو او داسې نور…

د- سیاسي پوهه: هغه رول چې انګرېزي سیاستوالو د افغانستان د قواوو د تجزیې او له منځه وړلو لپاره د دسیسو په جوړولو ولوباوه او د کورنۍ جګړې اود دولت لوړ رتبه کارکوونکیو د بې باورۍ سبب شو، ټولوته څرکند معلوم وو چې له  نېکه مرغه دا هرڅه د تکړه او نومیالي بچي نابغه سید جمال الدین افغان په هڅو باطل او له منځه یوړل شول، پورته پېښو سید ته څرګنده کړه چې برتانیه د نفاق اچوونې سیاست څخه کار اخلي نو هماغه وو، چې د انګرېز د دا ډول سیاست پر وړاندې پورته او په ښکاره یې د دوی پر ضد مبارزه شروع کړه، د غرب دغه تجزیه کوونکی سیاست یې وغندو او پر وړاندې یې کلک ودرېدو او د ژوند تر پای یې دغې مبارزې ته دوام ورکړو، چې دغه کار د سید په سیاسي پوهه او بصیرت دلالت کوي.

ز- سیاسي اهداف: ډاکټر چارلس ادمس د سید هدفونه داسې بیانوي : ( د سید جمال الدین افغان لومړنی او وروستنی هدف د نړۍ مسلمانانو یووالی وو، په ځانګړې توګه د ختیځ مسلمانانو چې د دښمنانو په لاس وهنو بې اتفاقه او تنګ لاسي شوي وو، نوموړي د مسلمانانو دا بد وضعیت نه شو زغملای نو په همدې خاطر یې مسلمانان مبارزې ته هڅول او دوی ته یې د پوهې او سیاسي بصیرت په ترلاسه کولو ټینګار وکړ.

س – د سید جمال الدین افغان څخه پاتې شوي اثار : ۱- عروت الوثقی ۲- ضیاء الخافقین ۳- تتمت البیان فی تاریخ الافغانی ۴- درالدهرین ۵- فوایدالجرید ۶- د حقیقت اشیا رساله ۷- د فلسفې ګټې او داسې نور… د نابغه څخه لیکلي اثار په میراث پاتې دي .
ص- د مړینه : د سید مړینې په اړه ډول ډول رویات شتون لري، یو شمېر وایي چې اصلي لامل یې د سلطان ته د ابوهدی شیطاني وه ، چې سلطان یې سید ته په غوسه کړ او هغه یې یولدوز په قصرکې بندي کړ، چې په پای کې د سلطان یو کس لخوا په مرموز ډول په قتل ورسېد، خو ډېرغښتلی روایت د امیر شکیب ارسلان دی، چې پخپل کتاب ( داسلام معاصر پوه ) کې لیکلي : یو شمېر فارسي ( ایراني ) دوستان چې د سید جمال الدین افغان پوښتنې ته تللي وو، ویلي دي: د سید مرګ یو مرموز مرګ دی چې هیڅوک یې په اړه دقیق خبر نه لري د نوموړي د مرګ سبب سرطان ناروغي یادوي، د سید یو زده کوونکی شیخ عبدالرشید ابراهیم لیکلي : کله چې د سید د خپل ژوند اخري شېبې شمېرلې او په بستر پروت وو، نو پوښتنې ته یې ورغلم ماته یې په اشاره د نږدې کېدو وویل ، نوموړي خبرې نشوې کولای، نو قلم او کاغذ یې راواخیست او ویې لیکل :(ای الله ج ته شاهد اوسه چې حضرت محمد ص د ژوند وروستۍ خبره دا وه ، چې امتا وا امتا ، خو زه وایم چې ملتا وا ملتا!) شیخ زیاتوي چې دوه ساعته وروسته چې بیا د سید خدمت ته  ورسېدم نو ملګرو په ژړا وویل سید په حق ورسېد، ۱۸۹۷م کې یې د ترکیې په استانبول ښارکې خارو ته وسپارو، بیا په ۱۹۴۴م کال د افغانستان دولت په غوښته د سید جسد کابل ته را انتقال شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خارو ته وسپارل شو وروسته یې بیا مزار په ښکلې کومبدۍ وپوښل شو، پس ویلی شو چې د ۱۹ پیړۍ یوازینی مبارزه سید وو چې د خلکو په سینوکې یې د ملیت پرستۍ او خپلواکۍ دانې وکرلې او د ملت پالنې او ملت ژوغورنې ستراو کوچني غورځنګونه یې جوړ کړل او په مبارزو يې پیل وکړبلاخره یې  ختیځ د استعمار له ولکو خلاص کړ.
مېړونه مري خو مېړانه یې پاتېږي!

انالله وانا الیه راجعون.

روح یې ښاد یاد تل پاتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x