افغانستان

خلک د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان د لرې کولو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې سلګونه قهرجن کسان راټول شوي او له حکومت نه غواړي چې ددغه ولایت امنیه قومندان له دندې ګوښه کړي.

لاریون کوونکي د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیم زی په فساد او له خلکو سره په زور زیاتي تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د خپلو مشروع غوښتنو تر پوره کولو به خپل لاریون او پرلت ته دوام ورکړي.

د لاریونوالو په خبره عبدالرحیم زی د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي چارواکو ګومارنې د وړتیا او مسلکي توب په اساس نه بلکې د شخصي اړیکو له مخې کوي، د کومې له امله چې امنیتي وضعیت خراب او خلک یې ترپوزې رسولي دي.

خو د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیم زی بیا دا تورونه، نه مني او زیاتوي چې دا ټول کسان د یوې ځانګې موخه لپاره دده پرخلاف راپارېدلي دي.

له بل پلوه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې د ځوانانو ټولنه بیا ددغه لاریون غوښتنې په لاندې توګه بیانوي: « ۱ـ د پکتیکا د امنیه قومندان نثاراحمد عبدالرحیم زی، چې یو نا اهله او فاسد شخص دی، باید ژر تر ژره منفک شي، ۲ـ د مټاخان امنیه قومندان ودود اندړ چې په مرکز دیګانو کې د سیمې د یو تن محصیل په شکنجه کولو او وژلو کې مستقیم لاس لري، باید ژر تر ژره ونیول شي او په علني محکمه کې په سزا ورسول ش، ۳ـ د دوو تنو قصابانو د قتل په جرم نیول شوي محلي پولیس باید اشد مجازات شي، ۴ـ د ښرنې د لومړۍ امنیتي حوزې لرې کړل شوی آمر باید بیرته وګومارل شي.»

نوموړې ټولنه وايي، د اساسي قانون په چوکاټ کې د حق غوښتنې په موخه سوله ییز لاریون کوي او چارواکي ددې پرځای چې بې ځایه تورونه ورباندې ولګوي، پکار ده ددوی روا غوښتنې ومني، کنه مسئولیت به یې ددولت په غاړه وي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پکتیکا د امنیتي چارواکو لخوا د بې ګناه خلکو د وژلو او شکنجه کولو ګڼ شمېر پېښې رسنیزې شوي؛ خو د خلکو په خبره لاهم پلازمینې کابل څخه ددغو پېښو د څیړلو او په جرمونو کې د لتاړو چارواکو د نیولو په هکله هیڅ اقدام نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x