افغانستان

جاپان پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل):د جاپان حکومت د کورونا د مخنیوي په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ له لارې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور په اساس، دغه مرستې به له کورونا سره د مبارزې په لاره کې په تخنیکي برخه ولګول شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمشنري به د همدې مرستې له لارې د کورونا د مخنیوي په موخه طبي توکي وپېري.

په اسلام اباد کې د جاپان سفیر د تازه مرستې د اعلان په مهال وویل، چې کرونا اوس په یوه نړیوال تهدید بدله شوې، نو ځکه په دې حالت کې له نړیوالې ټولنې سره ښایي، جدي غبرګون ورته وښيي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم جاپان پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د سرې میاشتې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د مهاجرو د پروګرام له لارې مرستې کړې وې، چې له تازه اعلان شویو مرستو سره یې ټوله اندازه ۲.۴۱ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لکه د پخوا شان دا مرستی به هم د تور مخو پنجابیانو لخوا حیف و میل شی.

ستانه گل

تاسوبه خبر یاست یا نه خو دکامی خلک اکثره غله ده او دیر مثالونه یی شته خو متاسفانه چی د افغانستان دمهاجرینو ریس فشاور افغان قونصلگری کی هم یوکاموال غل ده جلیلی نومیزی او دیر کلونه فه دغه چوکی نا ست ده چی نه یوازی دا چی کوم سهولت یی دمهاجرو لفاره له چا غوشتنه ونکره بلکی دا دکمک روفی به هم خفل جب کی واچوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x