افغانستان

د اروپایې اتحاديې سفیران: سیاسي اختلافات اروپایي ملاتړي ناهیلي کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د اروپایي هیوادونو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي ناندریو حل غوښتی او ټینګار یې کړی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اروپايي اتحادیې ملاتړي ناهیلي کېږي او د یوه ډیموکراټیک جوړښت په شتون باندې باور کمزوری کېږي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د سفیرانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو او جوړجاړي ته د رسېدلو غږ شوی او تر څنګ یې زیاته شوې « هر څومره ژر چې شوني وي، د سولې پروسه باید پیل او د افغان ملت غوښتنو ته باید په داسې یو حالت کې لومړیتوب ورکړل شي، چې نا امني خپره شوې او افغانستان له روغتیایي خطر سره مخ دی.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د یوه پياوړي حکومت په نشتون کې د هرې ورځې تېرېدل افغانان له یوه ستر خطر سره مخ کوي، د یوه ډیموکراټیک جوړښت په اړه باور کمزروی   او اروپایي ملاتړي ناهیلي کوي.

اروپایي اتحادیه داسې مهال د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې د عبدالله او غني تر منځ سیاسي ناندری لا هم دوام لري او د حل په برخه کې یې د منځګړو هڅو تر دې دمه کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

د منځګړو په غوښتنه عبدالله لا هم د مذاکراتو دروازه پرانستې پرېښې او د غني له لوري د کابینې ګمارنې درېدلې.

بل لور ته د عبدالله او غني سیاسي ناندریو امریکا او اروپايي هیوادونه د حکومت له ملاتړ ناهیلي کړي او د امریکا له لوري د یوه همه شموله حکومت د نشتون په صورت کې د مرستو ګرځولو ګواښونه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x