تاریخ او شخصیتونه

د ملا داد الله آخند د ژوند یوه پېښه

د تاریخ په جاده رغړي د باتور انسان ککره

مولوي عبدالحلیم مخدوم

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو پښتانه د دوستمیانو د پلټنې، څار او تعقیب له وېرې په هغه تاکاوۍ «زیر زمینۍ» کې استوګن کړم چې په کرونده کې یې د بزګرانو لپاره جوړه کړې وه، سړي ته مې وویل پام چې چاته ونه وایې چې دلته زما سره څوک شته، یواځې به زه او ته سره خبر یو، ډوډۍ به هم ته خپله راته راوړې.

دې وخت کې نو زه یواځې وم، ملګري مې رخصت کړي وو، د دې لپاره چې دښمن مې اغفال او ړوند کړی وي په خپل سټلایټ تلفن مې له همدې ځایه له بي بي سي سره خبرې وکړې چې زه کندهار ته را ورسېدلم.

څو ورځې تېرې وې چې کالي مې خیرن شول، ولاړم نږدې مانده ته چې کالې پرېولم، خپل ټول شیان مې دلته پرېښودل، یواځې خیرن کالي مې له ځانه سره د پرېولو لپاره واخیستل، کالي مې پرېولل ماښام ناخته راغلم زېرزمینۍ ته که ګورم نه ټوپک شته او نه توپانچه! تر ټولو یې بده لا دا وه چې هغه مزاری کمیس چې ما یوڅه ډالر د ضرورت لپاره پکې ځای په ځای کړي وو هغه یې هم وړی او نشته.

د ځان سره مې وویل چې دلته خو بل څوک نه راځي، که و نو کار د دې سړي دی چې ماته یې ځای راکړی دی، اوس نو زه نور هیڅ نه لرم، تر دغه ځایه مې هم ځان په آس سپور را رسولی و، دغه یو څه ډالر او یو ټوپک او توپانچه و چې ما ځان یو ځای ته پرې رسولی شو چې هغه مې هم دا دي له لاسه ووتل.

خیر خو شپه مې په سوچونو کې تېره کړه، سهار مې ځان مسجد ته وربرابر کړ تر څو په خلګو کې وګورم که هغه سړی ووینم، که مې کتل چې سړی راغی مسجد ته، امام لمونځ شروع کړ، زه نو هغه ټوپک ته غلی یم چې یو کس له ځان سره د خپل امنیت لپاره راوړی و او خپل مخته یې دیوال ته تکیه کړی ایښی و.

زه هم د دغه ټوپک والا څنګ ته په لمانځه ودریدم، امام چې څنګه د دویم رکعت سجدې ته ولاړی ما ټوپ کړل دغه دیوال ته تکیه ټوپک مې را واخیستی ژر مې دانه ور تېره کړه، د مسجد په دروازه کې ودرېدم نارې مې کړې چې لمونځ خلاص کړئ یو هم ښور ونه خورئ چې ضربه کوم مو.

ملا صیب له تلواري سلام وروسته راڅخه پوښتنه وکړه چې ولې قیصه څه ده وروه؟!

ما هم سړي ته په اشارې سره ټوله قیصه ورته وکړه، چې دې سړي زما سره داسې خیانت کړی، اول یې ځای راکړ او اوس یې زما شیان وړي دي، سړي وویل ملاصیب ما خیانت ندی درسره کړی، کله چې ما ماښام ډوډۍ راوړه ته نه وې زما دا خیال سو چې نو تللی یې ځکه مې ډوډۍ او شیان له ځانه سره یووړل، اوس به یې دستي بېرته راوړم.

سړی ولاړ چې زما شیان راوړي، ما د باندې د خلګو د حملې له وېرې په یخ کې خپل دوه رکعته لمونځ وکړ، چې سړی زما له شیانو سره راغی او را تسلیم یې کړل ما هم د هغه کس مشین بېرته ورکړ او له دې پښتانه سره کرار د ده د کور په خوا رهي سوو.

اوس نو د ده لپاره هم دلته نوره ګذاره سخته وه ځکه چې خلګ خبر شول نو مې روپۍ ورکړې او ورته ومې ویل چې ولاړ شه یو ښه موټر رانیسه چې کور بار کړو او ولاړ سو، موټر یې را نیوی کډه مو بار کړه د سالنګ په لار راغلو کندهار ته، که څه هم د طالبانو د پلټنې په پار په لار کې پوښتنې او تالاشي ډېرې وې خو څنګه چې زمونږ سره کډه بار وه نو الحمدلله په خیر سره تر کندهاره راورسېدلو، صرف په سالنګ کې یو کس را باندې شکي شو ویل یې چې ته طالب یې، ما هم ژر هغه زر ډالره ورکړل چې د داسې پېښو لپاره مې تیار جلا کړي وو او ورته کړل مې چې د زوی مړي زو دا یې زه طالب دا واخله او جیب ته یې کړه، زر ډالره دي، تومناکه به دې په خوب کې لا لیدلي وي، سړي هم چې ډالر ولیدل ژر یې حمله او جیب ته کړل او راته وې ویل چې برو ګوم شو نو ځنې ولاړو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x