افغانستان

پکتيا: د دولتي عسکرو بريد کې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د پکتيا ولايت مرکز ګرديز کې د ملکي وګړو په کورونو د دولتي عسکرو هاوان بريد کې دوه ميرمنې او يو ماشوم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند ابراهيم خيلو سيمه کې دولتي عسکرو له خپلې پوستې د ملکي وګړو په کورونو د هاوان بريدونه کړي دي چې ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

په دغه پيښه کې دوه ميرمنې او يو ماشوم وژل شوي او يوه ميرمن او دوه ماشومان ټپيان دي.

که څه هم د پخوا په نسبت اوس په افغانستان کې د جګړې شدت کم شوی دی خو بيا هم وخت ناوخت ملکي وګړي په دغه ډول پيښو کې قرباني ورکوي.

تر اوسه د پکتيا ولایتي چارواکو ددې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close