
طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه امنیتي سرتیري له بنده آزاد کړل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، نن د پنجشنبې په ورځ یې د ملي اردو او پولیسو ۲۰ تنه سرتیري له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذ. مجاهد په خپله ټویټر پاڼه د خوشې شوو امنیتي سرتیرو له انځورونو سره داسې لیکلي دي: «نن په لغمان ولایت کې د کابل ادارې ۲۰ تنه بندي عسکر د اسلامي امارت له لوري خوشي شول.»
طالبانو تردې مخکې د روانې اونۍ په پیل کې هم ۲۰ تنه امنیتي سرتیري په کندهار ولایت کې له خپلو زندانونو څخه آزاد او د سره صلیب ادارې له لارې یې د نوو جامو، واسکټ او څادر په شمول ۵۰۰۰ افغانۍ سفریې سره خپلو کورونو ته رخصت کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې شنبې، یکشنې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د ۳۶۱ تنه طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی ؤ؛ خو وروسته یې دغه پروسه د ناڅرګندو دلایلو په وجه وځنډوله.
وسله وال طالبان په داسې مهال د افغان دولت ۲۰ تنه امنیتي سرتیري آزادوي، چې د امریکا او اروپايي ټولنې په شمول ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو او افغان سیاستوالو په افغان دولت فشار زیات کړی، ترڅو خپلمنځي لانجې حل او د دوحې د تړون مطابق طالب بندیانو په آزادولو سره بین الافغاني مذاکراتو او دایمي سولې ته لاره هواره کړي.