افغانستان

طالبان وايي، تر واک لاندې سیمو کې له کورونا سره مبارزې ته چمتووالی لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کورونا لمن په هیواد کې ورځ تر بلې پراخېږي، طالبان وایي، تر خپلو واک لاندې سیمو کې يې تر خپله وسه له کورونا سره مبارزې ته چمتووالی نیولی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دغه څرګندونې له افغان غږ خبري اژانس سره په مرکه کې کړې، نوموړي ویلي، چې ددوی تر واک لاندې سیمو کې روغتونونه له نړیوالو روغتیایي مؤسساتو سره په همغږۍ له کورونا سره د مبارزې لپاره بشپړ تدابیر لري او د شکمنو نمونو په معاینه کولو کې له نړیوالو مؤسساتو مرسته غواړي.

مجاهد زیاته کړې « موږ د شکمنو کسانو د قرنطین او یا د امکان په صورت کې د بشپړې تداوۍ لپاره تدابیر لرو، که چېرې له موږ سره امکانات پیدا نشي، ناروغان د امبولانسونو په واسطه د ولایاتو مرکزي روغتونونه ته لېږو.»

یاده دې وي، چې طالبانو تر دې وړاندې هم تر خپل واک لاندې سیمو کې د عامه پوهاوي لپاره پراخ کمپاینونه په لاره اچولي وو او په ځینو سیمو کې یې صابونونه، ماسکونه او نور طبي توکي ویشلي وو.

بل لور ته پارلمان بیا له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت هڅې ناکافي بولي او ټینکار کوي، چې په ډېرو روغتونونو کې لا هم د معاینې لپاره کيټونه او نور وسایل وجود نلري.

له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت غیرمسئولانه چلند ددې لامل شوی، چې په افغانستان کې يو په بل پسې متخصص ډاکټران ددې وژونکې ناروغۍ ښکار شي او ویروس یې کورنیو ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

درنو ملګرو او وطنوالو: ډیره لویه غمیزه راروانه ده بالخصوص د طالبانو په سیمو کی. طالبان خو اوس وایی چی ورته چمتوالی لرو الله د وکړی چی خبری یی ریښتیا وي. تر کوم ځایه چی زما معلومات دی پاکستان حکومت په زوره په کرونا ګرفتاره طالبان د جنګ ساحو ته استوی، او اوس په غزنی، هلمند، پکتیا، بادغیس او وردکو کی د طالبانو تر منځ د کرونا پیښی ډیر په شدت کی مخ پر زیاتیدو دی. زه دا خبری د خپلی سیړنی له وجی کوم دا خبری زما کوم خلاف او تخریبی شکل مه ګڼی. لطفآ په کورنو کی پاتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x