افغانستان

عبدالله عبدالله لا هم خپله طرحه اشرف غني ته نه ده سپارلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله ویاند وايي، د بحران د پای ته رسولو په موخه د جوړې شوې طرحې په اړه لا هم سلا مشورې دوام لري او تر دې دمه اشرف غني ته سپارل شوې نه ده.

امید میثم دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړې، ده ویلي « موږ تمه لرو، چې ددې طرحې په سپارلو او شریکولو سره به بحران او هغه اندېښنې ختمې شي، چې په ملي او نړیواله کچه مطرح کېږي.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اروپايي ټولنې سفیرانو نن یو ځل بیا د یوې تازه اعلامیې له لارې پر حکومت غږ وکړ، څو ژر تر ژره سیاسي اختلافات یوه لوري ته کړي او د سولې پروسه پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي وو، چې سیاسي اختلافات د یوه ډیموکراټیک جوړښت د شتون باور کمزوری کوي او په اروپايي ملاتړو کې د ناهیلۍ د راپیدا کېدو سبب ګرځېدلي.

په ورته وخت کې د اشرف غني د ویاند مرستیال «لطیف محمودي» وايي، اشرف غني د یوه پراخ بنسټه حکومت تشکیل ته ژمن دی او په همدې تړاو سلا مشورې لا هم دوام لري.

د عبدالله او اشرف غني سیاسي ناندرۍ داسې مهال دوام لري، چې د نړۍ د ګڼو هیوادونو تر څنګ افغانستان هم د کورونا تر اغېز لاندې دی او ورځ تر بلې د مثبتو پېښو او زیانمن شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x