افغانستان

کابل کې د ملکي ادارو رخصتي درې اوونۍ نوره وغځېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۹ل): د افغان حکومت کابینې پرېکړه کړې، چې د ملکي خدمتونو د ادارې د کارکوونکو رخصتي به درې اوونۍ نوره هم غځېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار او ولسوالیو د ملکي خدمتونو د ادارو دکارکوونکو رخصتي د نورو درې اوونیو (وری ۳۰ د غويي ۲۰) لپاره تمدید شوې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د دولتي ادارو او وزارتونو رییسان او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي. د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.»

د اداري اصلاحاتو کمېسیون د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې ولایتونو ته له غیر ضروري او غیر رسمي سفرونو ډډه  وکړي، خو تر څنګ یې ژمنه کړې، چې اعلان شوې رخصتي په کلنۍ رخصتي کې نه حسابېږي او کارکوونکو ته یې ټول حقوق او امتیازات ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x