افغانستان

وسله والو د بګرام هوايي ډګر ۶ تنه کار کوونکي وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹): امنیتي چارواکي وايي، د ناپيژاندو وسله والو په یوه ناڅاپي برید کې د بګرام هوايي ډګر ۶ تنه کار کوونکي وژل شوي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، دا پېښه پرون د پنجشنبې په ماسخوتن څلوېښت دقیقې لپاسه  ۹ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د بګرام هوايي ډګر ۱۰ تنه کارکوونکي په یوه ریکشا کې خپلو کورونو ته وران وو، چې د وسله والو تر برید لاندې راغلل.

نوموړې زیاتوي، په دغه پېښه کې ۶ تنه کار کوونکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

ددغه برید مسئولیت تردې دمه هیڅ وسله والې ډله په غاړه نه دی اخیستی؛ خو وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د بګرام هوايي ډګر مامورین او کار کوونکي د وسله والو لخوا وژل کیږي، تردې وړاندې هم څو ځله په ورته بریدونو کې د بګرام هوايي ډګر ګڼ شمېر مامورینو او کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

سها ر ۹ بجی چه باګرام میدان ته مزدوران وچی شوندی/ څیری ګریبان اوزړی چپلکی په پښو د خاورو ډکی پښی کار ټه راژي۰ټول غریب کار مزدورکار د خپی کورنی لپاره يوه مړی ډوډی پیدا کوی۰د میاشتی معاش یی دوه سوه ډالر دي۰
په ډیرو مشکلاتو او رشوت دا کار پس له ډیر انتظار پیدا کوی۰ نو ددوی وژل دغه ظالمانو ته کوم افتخار دی۰
د يو غریب بیچاره وژل جهاد دی۰#######۰ لعنت الله علی الظالمین۰

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x