نظــر

د کرونا مقابله په دروغو او نمایش نه کیږي

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې مې له یک تیلویزیون سره د اشرف غني د مرستیال امر الله صالح مرکه اوریده. نوموړي په خورا شد او مد د کرونا پر ضد له مبارزې حکایت کاوه. حتی دا یې وویل چې د کرونا پر ضد د کابل ادارې مبارزه د نړۍ او سیمې په سطحه بې سارې ده.

امرالله صالح وویل چې د کرونا له امله د رامنځته شوي اقتصادي بحران په پایله کې ډیر خلک له لوږې سره مخامخ دي او حکومت پلان لري چې په ټول هیواد کې محتاجو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي. نوموړي بیا بیا یادونه کوله چې په کابل ښار کې ۱۲۵ زره هغه کورنۍ مشخصې شوي دي چې په روزمره ګټه چلیږي. دا چې بازارونه تړلي دغه لکونه ښاریان خوراکي توکو  ته عاجله اړتیا لري او حکومت تصمیم نیولی چې ډیر عاجل دغو کورنیو ته خوراکي مواد ورسوي.

زما لپاره د نوموړي دا خبره جالبه وه، او دې ته انتظار وم چې کله به په رسنیو کې دغو محتاجو ښاریانو ته د خوراکي توکو د رسولو لړۍ پيلیږي. اوس تازه په تازه په رسنیو کې دا خبره ښکاره شوې چې هماغو ۱۲۵ زره محتاجو کورنیو ته د خوراکي موادو توزیع پیل شوې ده. د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د ارګ ځانګړي استازي وحید عمر د پارلمان غونډې ته وویل چې دوی هرې محتاجې کورنۍ ته څلور نیم کیلو غنم ورکړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې درګرده په کوچنیو پلاستیکي کڅوړو کې د اخیستو غنمو انځورونه خپریږي. د چا زړه ته نه لویږي چې دا به رښتیا وي، څوک ورباندې طنزونه جوړوي او څوک پرې د حسرت اوښکې تویوي.

خو د څلور نیم کیلو غنمو د ویش خبره کومه افواه یا ټوکه نه ده، بلکې واقعیت دی. دا د کابل ښار له ۱۲۵ زره محتاجو کورنیو سره د ارګ هماغو مرسته ده چې امر الله صالح ورباندې بیا بیا ژبه ټکوله او هغه یې د خپل ډول یو کمساری او بې سابقې پروګرام باله.

ولس نه پوهیږي چې آیا ارګ واقعا د ولس احتیاج رفع کولو په غم کې دی او که په محتاجو ښاریانو پوزخند وهي. په ټولنیزو رسنیو ځینو خلکو پوښتلې چې بالاخره د پولۍ ټک ته ناست غریبان په دې درې چارکه غنمو څه وکړي؟؟ آیا که دا غنم ژرندې ته واچول شي اوړه به راوباسي او که به د ژرندې د پلونو تر منځ ورک شي؟

بل اړخ ته د هغه افغان ډاکټر چې کرونا وژلی د کورنۍ غړي یې وایي چې کورنۍ یې تباه کیږي خو چارواکي یې حتی د مرض د نتیجو په اړه هم معلومات نه ورکوي. دا ټول څه په داسې حال کې روان دي چې په رسنیو کې درګرده د کرونا سره د مبارزې نغارې وهل کیږي،د چارواکو عکسونه او فلمونه خپریږي او اشرف غني د ماسک په تړلو سره د جدي مبارزې او اقداماتو نمایش کوي.

دا حالت ایجابوي چې عام ولس باید د فاسدو، ریاکارو او دروغجنو چارواکو په تمه پاته نه شي. هغوی همیشه د ملت په بده ورځ کې خپل تبلیغاتي کمپاین چلوي. د کرونا په ضد د مبارزې لپاره راغلي کومکونه به هم د تیرو اتلسو کلونو د میلیاردي مرستو په شان د ارګ د مفسدینو تر منځ اختلاس او تقسیم شي. د دې مرستو لوټ تالان له دې در قیاس کړئ چې د اوریدو له قراره  د کرونا په اړه د یوې سندرې د ثبت قرارداد په پنځه میلیونه افغانۍ کیږي، خو د دې مرستو اصلي مستحق ته څلور نیم کیلو غنم رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x