ټکنالوژي

ایپل بالاخره خپل ارزانه خو په زړه پورې موبایل د خرڅلاو لپاره وړاندې کړ – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): امریکایي شرکت ایپل (Apple) په ۲۰۱۹م کال کې د ایفون ۱۱ سیریز په زړه پورې موبایلونه وړاندې کړل چې په زړه پورې ځانګړتیاوې لري خو بیه یې تر له بل هر موبایل څخه لوړه ده، چې پيردونکو په بشپړ ډول نه شو کولای لاسرسی ورته ولري.

اوس ایپل شرکت د پيردونکو دغې ستونزې په پام کې نیولي او په دې لړ کې خپل نوی ځیرک موبایل چې پیاوړی دی خو بیه یې ټیټه ده او د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شو.

ددغه موبایل ډیزان ایفون ۸ ته ورته، پراسیسر یې د ایفون ۱۱ او کامره یې د ایفون ایکس آر په څېر پیاوړې ده، خو بیه یې له (۳۹۹) امریکایي ډالرو څخه پېل کيږي.

دغه موبایل ته ایپل شرکت ایفون اس اي (IPhone SE) نوم ورکړی چې ډیزان به یې ایفون ۸ ته ورته او داخلي سیستم به یې د ایفون ۱۱ پرو په څېر چټک وي، ځکه چې په دې کې د ایپل نوی A-13 بايونیک پیاوړی پراسیسر ځای پر ځای شوی دی.

سربېره پر دې ایفون اس اي به د دری جي بي ریم سره د ۶۴، ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه لري، د مخې خواته ۱۲ ميګا پیکسله کامره ورکړل شوې، دغه راز شا خوا ته د سيلفي پیاوړې کامره هم لري.

ددغه موبایل ډیزاین او بڼه ایفون ۸ ته ورته ده، چې ۴.۷ انچه ایل سي ډي ډیسپلی لري. دغه راز د اوبو ضد دی چې له یوې دقیقې څخه تر ۳۰ دقیقو پورې په اوبو کې د ایساریدو وړتیا لري.

ایفون اس اي موبایل به د سترې بیترۍ تر څنګ د چټک چارجولو وړتیا لري، په ۳۰ دقيقو کې ۵۰ بلنه موبايل چارجولی شي، دغه راز به یې د ویدیو کیفیت 4K وي، د ګوتې کولپ هم لري او په درې (تور، سپين او سور) رنګونو کې وړاندې شوی دی.

له دې وړاندې بازار ته د دغه نوي ایفون د وړاندې کولو نېټه د مارچ ۳۱مه ورکړل شوې وه، چې بیا د اپریل ۳مې او اوس به د اپریل په ۱۷مه نېټه د جمعې په ورځ په انلاين ډول او سټورونو کې په رسمي توګه وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x