روغتیا

امریکا کې د کرونا وایرس له کبله د مړو شمېر «۳۴۰۰۰» ته ورسېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ناروغۍ له کبله د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۴۰زره نوې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

د امریکایي پوهنتون جانز هوپکنز د شمېرو له مخې په امریکا کې د کرونا وایرس له کبله د مړو شوو شمېر په دقیق ډول (۳۴۶۴۱) ته رسیدلی، په داسې حال کې د ورځنیو مثبتو پېښو په ثبتېدو کې د پخوا په پرتله کموالی لیدل شوی. اوسمهال د ټولو مثبتو پېښو شمېر (۶۷۸۲۱۰) ته رسیدلی دی.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا له کبله تر ټولو ځپل شوی ایالت د نیویارک دی چې نږدې ۱۲زره کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۲۶زره زیاتې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي د روغتیا د اندازې ارزونې انسټیټیوټ اټکل کړی و چې د امریکا لپاره به د اپریل میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۶ او ۱۷مه) نېټه خونړۍ ورځې وي چې هره ورځ به له ۲۵۰۰ زیات کسان مړه کیږي، او د جون میاشتې تر پایه به د مړینې کچه صفر ته ټيټه شي.

وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې وه چې امریکا د کرنا په هکله له بد حالت څخه راوتلې ده، او ورځ تر بلې وضعیت مخ پر ښه کېدو روان دی.

[cvct country-code=”US”]

د کرونا وبا له کبله د زیاتو قربانیانو هېوادونو په لیست کې ایټالیا په دویم نمبر ده چې ټول (۲۲۱۷۰) کسان په کې مړه شوي، دغه راز په هسپانیا کې ۱۹زره، فرانسه کې ۱۸زره او برتانیا کې نږدې ۱۴زره کسان مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې اوسمهال پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر چې عملا تر تداوۍ لاندې دي شاوخوا یو نیم ملیون دی، له دې هاخوا ۱۴۶زره مړه شوي او له نیم ملیون زیات بیرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې د کرونا وروستۍ شمیرې:

[cvct]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x