روغتیانړۍ

چین له بیا کتنې وروسته د مړو شمېره له ټاکلې هغې څخه زیاته ښودلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د چین له ووهان ښار څخه خپاره شوي راپورونه وایي چې په کرونا زیږولي ښار کې د مړو شمېره له پخوانۍ ښودلې شمیرې څخه زیاته ده.

د ووهان ښار چارواکي وایي دوی په یاد ښار کې د اخته او مړو شوو کسانو بیا کتنه کړې. دوی له بیا کتنې وروسته په دغه ښار کې د ټولو اخته کسانو شمېر (۵۰۳۳۳) ښيي، په داسې حال کې چې د مړو شمېر د پخوانۍ احصائیې له مخې (۳۸۶۹) تنو ته رسیدلی دی.

په چین د امریکا، فرانسې او ځینې نورو هېوادونو له خوا تور پورې کېده چې په یادې ناروغۍ د اخته کسانو او د مړو کره شمېره نه په ډاګه کوي چې چین دغه تورونه په بشپړ ډول رد کړي دي.

خو اوس د ووهان ښار چارواکي له بیا کتنې وروسته په دغه هېواد کې د نږدې ۱۳۰۰ زیاتو مړو ښودنه کوي، دوی وایي له تیرې شمیرې یې (۱۲۹۰) کسان زیات مړه شوي دي. په دې سره په ټول چین کې د مړو شمېر له ۳۳۰۰ تنو څخه (۴۶۳۲) ته پورته شوی دی.

چین کې اوسمهال یاده ناروغي په بشپړ ډول کابو شوې، آن د ووهان ښار له کومه ځایه چې دغه وایرس خپور شوی و په ورځني ډول هیڅ نوې مثبته پېښه نه موندل کیږی، البته په ټول چین کې تېره ورځ ۴۳ نوې د هغو کسانو مثبتې پېښې ثبتې شوي چې له بهر څخه چین ته داخل شوي دي.

چین په ټول هیواد کې ګرځبندیز ختم کړی، د ووهان ښار ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شوي، او آن هغه ښار کوم چې د یاد وایرس مرکز بلل کېده هم د خلکو پرمخ پرانیستل شوی دی.

باید وویل شي چې چین کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر (۸۲۶۹۲) ته رسیدلی، له دې څخه یې ۷۸زره بیرته روغ شوي، نږدې ۵زره مړه شوي او یوازې (۱۱۶) تنه اوسمهال عملا تر تداوۍ لاندې دي.

چین کې د کرونا وروستۍ شمیرې:

[cvct country-code=”CN”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x