افغانستان

د ملي  اردو یوه افسر د وژلو په تور ۶ تنه نور افسران او سرتیري نیول شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي اردو یوه افسر بریدمل محمداسحاق د وژلو په تور یې ۶ تنه نور افسران او سرتیري نیولي دي.

د ورکړل شوو راپورونو په اساس د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د حمدخیلو د سیمې اوسېدونکی برید مل محمداسحاق د محمدامین ځوی، د روانې مياشتې (وري) په پنځمه نيټه د څلورمې پلې لوا د لمړي کنډک په قرارګاه کې چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې قرار لري، د خپلو نورو ملګرو لخوا د چاقو ګانو په ګوزرانو او مردکیو په ډیرې بې دردۍ سره وژل شوی دی.

د وژل شوي بریدمل ورور حمیدالله چې ځان د الفلاح پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي محصل ښيي، ادعا کوي چې د ورور له وژلو وروسته یې د والي په ګډون د ګڼو چارواکو او عدلي محاکمو دروازې ټکولي؛ خو هیچا یې غږ نه دی اورېدلی، بلکې ځینو چارواکو ورڅخه د قضیې د ثبتولو په موخه پیسې هم غوښتي دي.

وروسته له هغه چې د نوموړي ویډیويي پیغام د نن ټکي اسیا په ګډون په ګڼو په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، په ختیځ کې د سیلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر ددغه پېښې د تعقیب او په تړاو د ۶ تنو افسرانو او سرتیرو د نیولو خبر ورکړ.

په ختیځ کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له قضیې سره په تړاو د په خوږیاڼو ولسوالۍ کې واقع د لومړي کنډک یو افسر، څلور تنه بریدملانو او یو عام سرتیري په ګډون ۶ تنه شکمن منسوبین نیول شوي او دامهال ورڅخه تحقیقات روان دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د قضیې د څېړلو په موخه تحقیقاتي ټیم خپل معلومات بشپړوي او وروسته به قضیه څارنوالۍ ته سپاري، چې د څارنوالۍ له فیصلې وروسته به قضیه بیرته نظامي محکمې ته محول او نوموړې محکمه به د وژل شوي بریدمل د کورنۍ ترمخه خپله وروستۍ فیصله صادروي.

دا لومړی ځل نه دی چې په نظامي قراول کې دننه د ملي اردو یو افسر د خپلو ملګرو لخوا په وهلو ټکولو وژل کیږي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې د نظامي قراول دننه د ملي اردو سرتیري  او افسران د یو شمېر زورواکانو لخوا وهل او ټکول شوي دي، چې تراوسه یې قضیې په محاکمو کې بې پوښتنې پرتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x