
غور: د قومندان په ګډون ۴۰ تنه مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل):وسله وال طالبان وایي، د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د «حاجي محسن» په نوم د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) له خپلو ۴۰ تنو ملګرو او وسلو سره ورته تسلیم شوی دی.
د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» پر خپل ټویټر لیکلي «تېره شپه د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ دهن مرغه سیمه کې قومندان حاجي محسن سره له ۴۰ تنو نورو اربکیانو د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شول ، خپلې وسلې او مهمات یې مجاهدینو ته تسلیم کړل.»
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي کارمندانو ته د طالبانو لخوا عامې بښنې له اعلان نه وروسته ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او کارمندان خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته تسلیمیږي.
په تېره میلادي(مارچ) میاشت کې هم د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د اعلامیې له مخې۷۶۰ دولتي تنو دولتي کارمندانو او امنیتي سرتیرو خپلې دندې خوشې کړي او طالبانو ته تسلیم شوي وو.
د جلب جذب څانګې وروڼه لا نور ګړندي غواړو چي یرغلګرو د وخت له پوره کیدو مخکي مخکي مو د دې فاسدې ادارې د کابل امنیتي ارګانونو شمیره یی لکه د چین د کرونا مخ نیونکی کمپاینونو په شان صفر کې ضرب کړي چي د یرغلګرو سره یی د فاسدې ادارې مشران او غلامان یو ځای له وطن ورک شی چی له دې فاسد وایرسونو څخه خلاص شو