افغانستان

مالیې وزارت: کورونا سره د مبارزې لپاره دېرش میلیارده افغانیو بهرنۍ مرستې ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزارت وایي، له کورونا سره د مبارزې او په اقتصادي برخه یې د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره له شلو تر دېرش میلیارده افغانیو ته اړتیا لیدل کېږي چې حکومت یې د بهرنیو مرستو د جذب له لارې د پوره کولو هڅې کوي.

د مالیې وزارت ویاند «شمروز خان مسجدي» په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي « سره له دې چې  ۶.۷ میلیارده افغانۍ د د اخلي سرچینو څخه، ۱۰۰.۴ میلیونه ډالر له نړیوال بانک، ۴۰ میلیونه ډالر د اسیا له پراختیایي بانک او ۱۱۷ میلیونه یورو د اروپایې اتحادیې له لوري ځانګړې شوې، لا هم نورې بودیجې ته اړتیا لرو او په تړاو یې د هیواد له نورو بنسټونو سره په خبرو یو.»

په ورته وخت کې منتقدین بیا د خل مالیې وزارت بیا له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د حکومت په چلند نیوکه کوي او د پیسو د پر ځای مصرف هیله لري

د پارلمان یو تن غړی «سید خالد اسد» وايي « موږ ولیدل، چې د اعلاناتو په برخه کې اووه ویشت میلیونه مصرف شوې، خو هیڅ اثر یې نه درلود، د خلګو پیسې باید په سم ځای ولګو ل شي»

مالیې وزارت داسې مهال د پیسو د اړتیا غږ کوي، چې په هیواد کې د کورونا لمن ورځ تر بلې پراخېږي، مګر د حکومت له لوري ددې ناروغۍ په وړاندې د کېدونکي چلند په تړاو ژورې اندېښنې شتون لري.

د هیواد په پلازمېنه کې اوسېدونکي شکایت لري، چې څوک یې غم نه خوري او د ازموینې د پایلې د راوتلو لپاره اړ دي، اوونۍ، اوونۍ انتظار وکړي.

تر دې دمه په هیواد کې ټولټال ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او دا شمېرې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x