افغانستان

پکتیکا کې د امنیه قوماندان په خلاف لاریون دوهمه ورځ هم دوام لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په مرکز کې سلګونو کسانو نن دوهمه ورځ هم د امنیه قوماندان په خلاف خپل لاریون روان ساتلی.

د ازادي رادیو د راپور په اساس، د امنیې قومندان لیرې کېدل، د لومړۍ حوزې د امر بېرته په خپل ځای رواستل، د هغو کسانو نیول اوعدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل چې په وژنو او ځورولو کې لاس لري، د لاریون کوونکو غوښتنې دي.

لاریون کوونکي وايي، تر هغه مهاله چې غوښتنې يې منل شوې نه وي، لاریون ته به دوام ورکوي.

په ورته وخت کې امنیه قوماندان بیا د لاریون برابروونکي د شخصي ګټو په لرلو تورنوي او ادعا کوي، هغه کسان یې نیولي، چې په وژنو او ځورونو کې یې لاس درلود.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په پکتیکا ولایت کې هدفي وژنې او جرمونه په بې ساري ډول زیات شوي وو، چې له امله یې پکتیکا والو وخت ناوخت خپلې اندېښنې په ټولنیزو رسنیو شریکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x