افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپيو د ښکېلو اړخونو له لوري د سولې په هوکړه کې د شوو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، هیواد یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او ټولو لورو ته ښايي، د سولې په هوکړه کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

د ازادي رادیو د راپور له مخې، پمپیو دغه څرګندونې تېره ورځ د یوه تلیفوني خبري کنفرانس له لارې خبریالانو ته وکړې، ده ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ له کورونا سره په مبارزه بوخته ده، په افغانستان کې جګړو یو ځل بیا زور اخستی او دوی یې د کمولو په هڅه کې دي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا طالبان به د جګړې شدت کم کړي یا نه؟ وویل، چې دی او خلیلزاد په ګډه د جګړې د شدت په کموالي کار کوي، تر څو د سولې په هوکړه کې پر کړو ژمنو باندې د ټولو اړخونو له لوري عمل کول یقیني شي.

د پمپیو له قوله، دوی په افغانستان کې دننه له افغان حکومت، غیر حکومتي مؤسساتو، شخصیتونو او طالبانو سره په ګډه هڅه کوي د افغان سولې او پخلاینې پروسه مخ په وړاندې بوزي، ځکه دده په خبره، په دې پروسه کې یوازې د افغانستان نه؛ بلکې د پاکستان، سیمې او په ټوله کې د جنوبي اسیا ګټې نغښتې دي.

نوموړي ددې تر څنګ په دې وروستیو کې د طالب او حکومتي زندانیانو تبادله یو مثبت پرمختګ ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې ټول لوري په ګډه زیار باسي لانجه د بین الافغاني خبرو له لارې حل کړي.

پمپيو داسې مهال د سولې په هوکړه کې په شویو ژمنو د عمل غږ کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په پرلپسې ډول امریکا له توافقنامې په سرغړونه توره کړه او په همدې تړاو یې په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» سره جدي خبرې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x