افغانستان

په کورونا اخته کورنۍ؛ حیات خان وايي، ارګ یې پوښتنه نه ده کړې، خو طالبان ورته په پټه دوا درمل راوړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د اندراګاندي روغتون د متخصص ډاکټر «یوسف اریوبي» کورنۍ چې نږدې ټول غړي يې په کورونا اخته دي، ګیله کوي، چې کورنۍ یې د مرګ په غاړه ده، خو حکومت یې هیڅ پوښتنه نه ده کړې.

د یوسف اریوبي ورور «حیات خان ځاځي» په خپله فسبوک پاڼه باندې خپاره کړي پيغام کې ژاړي او ګیله کوي، چې تر دې دمه یې دوو وروڼو او یوې خور د کورونا له امله ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ټوله کورنۍ یې په کورونا اخته ده، خو نه یې په کابل کې روغتون ازموینه کوي او نه یې هم حکومت تر دې دمه پوښتنه کړې.

دده په خبره، کله چې یې ورور «یوسف اریوبي» د کورونا ازموینه وکړه، پایله یې دوې اوونۍ وځنډېده او کله چې یې پایله مثبته اعلان شوه، د کورنۍ نورو غړو يې هم غوښتل ازموینې وکړې، خو ډاکټرانو یې نه یوازې دا چې ازموینه نه ده کړې، بلکې دی او ډاکټر یوسف اریوبي یې سخت وهلي.

دی په ژرغوني غږ وطن ته د خپلې کورنۍ د خدمتونو یادونه کوي او وايي، دلته یې تعلیم کړی، میلیونونه افغانۍ مالیه یې حکومت ته ورکړې، ورور یې په دې هیواد کې خدمت کړی، خو په داسې حال کې چې کور یې ارګ ته په نږدې ساحه کې واقع دی، هیچا یې غم نه دی خوړلی.

حیات خان  ځاځی په ژړغوني ډول  اشرف غني او عبدالله  ته د پیغور په ډول ور یادوي، چې له تېرو شپاړلسو ورځو راپدېخوا هر ماښام له خاک جبار څخه دوه تنه طالبان په پټه ورته راځي، ده او ورور ته یې دارو درمل راوړي او د روغتیا هیله ورته کوي، خو حکومت یې بیا هيڅ په کیسه کې نه دی.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د حیات خان ځاځي یوه بل ورور «بهترین پکتیاوال» هم د افغان-جاپان روغتون دننه یوه ويډیو ثبت کړې او ادعا يې کړې وه، چې کورنۍ یې د مرګ له خطر سره مخ ده خو دلته یې روغتون کې هيڅوک ازموینې ته تیار نه دي.

د نوموړي د ويډیو له خپرېدو وروسته د روغتیا وزیر په یوه تلیفوني اړیکه کې هغه ته ډاډ ورکړی وو، چې ستونزو ته به یې لاسرسی کېږي، خو دوهم ځل روغتون ته له راتګ سره بیا هم هغه زړه کیسه تکرارېږي او ډاکټران د وسایلو د نشتون په بهانه د پکتیاوال له ازموینې انکار کوي.

په ټولنیزو رسنیو باندې ددې کورنۍ د غړو ویډیوګانو توند غبرګونونه راپارولي، حکومت په بې کفایتۍ تورن شوی او طالبان ستایل شوی، چې له نشته امکاناتو او د کابل په زړه کې د مرګ له خطر سره، سره د یوه هیوادوال کور ته درمل رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

رب العالمېن ج
دې عاجله شفا ء تا ته کورنئ ته او ټولو مرېضانو ته ورکړې وروره درد دې ډېر ناکراره کړم له دهغو ظالېمانو سره به مهربانه رب انشاءالله ضرور حساب کوئ
خو کاش سی دې افغانستان وېده ملت هم دا ده اشغالګرو ګوډئ پېزندلی وائ
وس هم لا خلګ ده دوه ډالرو په خاطر ورسره دې
دا لوئېه جفاء ده
دا لوئ ظلم ده
???

Miragha mjrohe

طالبان اوسنی حالت او د خپلو نظامیانو دیر په جدیت سیرنه وکری چی داسئ شکی یا ناروغان زرته تر زره جلا کرئ، او دولت دا کرنئ نه باید پتسئ ولسته وروشول شئ چئ دا غلامان هیس نه پیژنئ نه اسلام او نه وطن فقط خپلی کورنئ منفعت بس

غمی،پښتین

بهترین پکتیا وال صاحب الله ج د مل شه،
کرونا د دولت لپاره ڼنګه غوا ده،لعنت په داسی وزیر،لعنت په داسی ریس جمهور ،لعنت په دا بی شرفو غلامانو او غلو،
باید اریانا چوک ته ریس جمهور سره د وزیرانو راکش،د نجیب په شان حساب کتاب ورسره وشی،
دا ویډیو خو زما له سترګو اوښکی جاری کړی،

Adam Khan

Sallamoona

There could be racial or religious discrimination against these Paktiwals.
These Paktiwals seem to be realy true muslims

یاسر

الله پاک د صحت درکړی. امین یارب العلمین

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x