افغانستان

طالبانو دریمه شل کسیزه ډله زندانیان خلاص کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د لغمان ولایت په مرکز کې یې دریمه شل کسیزه ډله حکومتي بندیان خلاص او له نویو جامو سره کور ته لېږلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «‏نن يوځل هم د اسلامي امارت له خوا د کابل ادارې ۲۰ تنه نور بندي عسکر او پولیس د لغمان مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا له دروازی سره خلاص شول او هریوه تن ته جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکړل شوه.»

د بغلان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولتزی» هم د شلو زندانیانو خلاصون مني او په خبره يې، ډېر ژر به خپلو، خپلو ولایتونو ته ولېږل شي.

ددې ډلې زندانیانو له خلاصون سره هم مهاله د طالبانو له زندان څخه د خلاصو شویو حکومتي زندانیانو شمېر شپېته ته ورسېد.

تر دې وړاندې هم طالبانو دوې شل کسیزې ډلې زندانیان په بغلان او کندهار ولایتونو کې ازاد کړي وو.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې له مخې باید پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

تر دې دمه د حکومت له لورې درې سوه شاوخوا طالب زندانیان خلاص شوي او کورونو ته ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x