شعـــــرونه

د غریب پالنه/ عبدالرؤف بینوا

عبدالرؤف بېنوا

چې وړوکي سره مور که
یا له وروره سره ورو که

داسې کړه له غریبانو
هر غریب پر اوږه سور که

هوښیاري شرافت نه دی
چې له وړکو سره زور که

له انصاف له عدله لیرې
چې د کونډو سر سر تور که

د هغو زړګی به خور شي
د یتیم زړګی چې خور که

د خپل قام رنځور په شا که
تا ته کوم هوښیار پیغور که

چې دا نه کوي بې نومه
پرې ګومان د غله او چور که

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx