نظــر

ديموکراسي او د بيان ازادي د چا لپاره؟!

عباس عابد

په مکي دور کې مسلمانانو حکومت، دولت، امارت او خلافت نه درلود، ځکه مسلمانانو د هغه لپاره واک، ځواک او خاوره نه لرله، مسلمانان په خورا کمزوري حالت کې وو، تل د کبرجنو مشرکانو له خوا تعذيبېدل او ربړېدل. اما کله چې په الهي اذن او اجازې سره د شريعت لارښود حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم له مکې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، د ارام او هوساينې ساه يې واخيسته، د نبوي صلی الله عليه وسلم مسجد بنسټ يې کېښود، نو له يهوديانو سره هم معاهدې او تړونونه وشول، د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او مؤاخات بنسټ ټينګ شو او همداراز د جهاد او قتال اجازه وشوه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو داسې امارت بنسټ کېښود، چې تر قيامته پورې په هغه کې تغير او بدلون نه راځي، وروسته راشدو خليفه ګانو او مسلمانانو د هغه حدود تر روم او فارس، کاشغر او چين، افغانستان او هند، اندلس او فرانسې پورې ورسول او په نبوي نهج او طريقه يې ورسول، د حکومت او امارت په ديني اصولو کې يې د پرديو اصول او قوانين داخل نه کړل او نه يې هغه ومنل، ځکه د اسلام ټول اصول الهي اصول دي، بشپړ دي او الله جل جلاله د مسلمانانو لپاره خوښ کړي دي. الله جل جلاله وايي: [الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا] .

مسلمانانو او مسلمانو خليفه ګانو د خپلو حکومتونو بنسټونه د اسلامي ارشاداتو، هداياتو او لارښوونو مطابق برابر کړي وو، بل لور ته د شيطان پېروانو د خپلو حکومتونو او امپراطوريو اساسات د ابليس د غوښتنو مطابق عيار کړي وو، هغه څه يې په حکومتي اصولو کې داخل کړي او رانغښتي وو چې ابليس پرې خوشحاله وي، تر ميلاده مخکې په يونان او روم کې په دېموکراسي ولاړ جمهوري حکومتونه منځ ته راغلل، چې د لويديځې نړۍ اوسني حکومتونه هم له هغو څخه سرچينه اخلي. او په اسلامي نړۍ کې هم د مسلمانانو ديکتاتور واکمنان، د دېموکراسۍ رباب وهي او خپلو واکمنيو ته طول ورکوي او جاهل ولسونه هم د هغوی په درواغجنو شعارونو غوليږي.

دېموکراسي له دوو کلمو څخه ترکيب شوې: (دېمو) = (ولس ــ وګړي او خلک) او (کراسي) = (حکومت او واکمني) يعنې د خلکو حکومت د خلکو په خوښه د خلکو لپاره، چې داسې حکومت لا تراوسه چېرته نه دی جوړ شوی او څوک چې د دا ډول حکومت جوړولو ادعا کوي درواغ وايي، درواغجن دی. نړيوال کفر د خلکو په خوښه جوړ شوي او منځ ته راغلي حکومتونه د مسلمانانو لپاره هيڅکله منلی او زغملی نشي.

د شلمې پېړۍ په وروستيو کې په الجزائر کې ټولټاکنې وشوې، د خلکو په خوښه اسلامي جبهې اکثريت رأيې وګټلې. عباس مدني بريالی شو، ولې نړيوال کفر د يادې جبهې په لاس حکومت جوړول و نه زغمل او په چل ول يې سېکولرستان واک ته ورسول. همدا راز د (۲۱ مې) پېړۍ په سر کې مصر کې ټولټاکنې وشوې، چې اخوان المسلمون او ملګرو يې اکثريت وګټلو، دوکتور محمد مرسي د مصر منتخب ولسمشر وټاکل شو، خو د هغه نمکحرام دفاع وزير کودتا پرې وکړه، واک يې ترې لوټ او نوموړی يې بنديخانه کې واچاو، چې بالاخره هماغلته په بنديخنه کې په شهادت ورسول شو.
په دېموکراسي کې ډېر ترکيز په څه باندې کيږي؟

ــ په دېموکراسي کې ډېر تبليغ د ټولټاکنو لپاره کيږي، چې ښځينه هم رأيه ورکړي او هم رأيه واخلي.

ــ د بشر حقوق مراعت شي.

ــ ښځينه وو ته له نارينه وو سره يو شان حقونه ورکړل شي.

ــ د بيان د ازادي حقونه په پام کې ونيول شي.

ــ په ښوونځيو او پوهنځيو کې مخلوط نظام پلي شي، ځکه چې دېموکراسي او
دېموکراتيک نظامونه له حجاب او پردې سره مبارزه کوي.

ــ د پورته مادو (اصولو) په هکله اسلام څه وايي؟

ټولټاکنې د مسلمانو علماؤ او پوهانو ترمنځ متفق عليه نه دي. ځينې علماء يې د کېدو او په هغه کې د ګډون کولو قايل دي او يو شمېر يې مخالفت کوي، ولې ټولټاکنې او په هغه کې د ښځينه وو ګډون ــ رأيه ورکول او رأيه اخيستل ــ دا په اتفاق سره حرام دي (دا ځان ته بحث دی، مسلمانو علماوو کتابونه پرې ليکلي).

د دېموکراسي له پيداکېدو او راتلو مخکې اسلام او پخوانيو حقه اسماني دينونو د بشر حقونه په ګوته کړي دي، اسلام ظالم ته ظالم ويلي او د مظلوم د حق غږ يې پورته کړی او دفاع يې ترې کړې ده. اسلام د دې لپاره راغلی چې مظلوم انسانان د ظالمانو له بنده ګۍ او عبادته وژغوري. د حضرت علي کرم الله وجهه او د يوه کافر ترمنځ په يوه لانجه کې دواړه د قاضي شريح په وړاندې ودرېدل او څلورم خليفه (علي رضي الله عنه) په ياده لانجه کې له خپلو زامنو پرته نور څوک شاهدان نه درلودل او د هغو شهادت په دغه مقام کې نه صحيح کېده، نو قاضي شريح د علي کرم الله وجهه خلاف د کافر په ګټه فيصله صادره کړه.

په لويديځه دېموکراسي کې يې بشر ته ډېر حقونه ورکړي، چې د ابوغريب زندان، د باګرام بنديخانه او د ګوانتانامو پنجرې يې ښې غوره بېلګې دي، همدارنګه د انسانانو وژل او بيا هغه سوځول د بشر حقوقو ښه مثالونه دي.

سړي او ښځې په هرڅه کې يو شان حقوق نه لري او مسؤليتونه يې هم سره برابر نه دي، سړي هم انتخابول کولی شي او هم انتخابېدلی شي، اما د سړيو د چارو لپاره ښځينه هيڅ هم نشي کولی، ځکه سړيو ته د ټول امت چارې ورسپارل شوې، سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او حکومتي چارې د نارينه وو له وظايفو څخه دي، د ښځينه وو د دندو په زمره کې نه راځي، الهي پرېکړه ده: [الرجال قوامون علی النساء].

د ښځو لپاره حجاب او پرده يو لازمي فرض دی او دا فرض د دولتي دندې او سياسي امورو د اجراء کولو پرمهال له منځه ځي.

د بيان ازادي: د بيان ازادي فعالانو د خلکو او ولسونو د غولولو لپاره کاروي، پر اساس يې د اسلام خلاف تبليغ او پروپاګند کوي او هر ډول زهر شيندي. د بيان ازادي، د دېموکراسي له اصولو څخه هغه ناولی او ناوړه اصل دی، چې پر بنسټ يې ډېر
مسلمان ډوله انسانان مرتد شوي او له پاسپورټ او ويزې پرته لويديځ ته د لويديځ چارواکو وربللي. لکه: سلمان رشدي، تسليمه نسرين، عبدالرحمن پنجشېری، کام بخش او نور … .

دې پورته يادو شويو او نورو ډېرو د بيان د ازادۍ له اصله په کار اخيستنې سره لويديځ ته تللي. همداراز د بيان ازادي په پلمه ډېر ځله غربيانو د اسلام د ستر لارښود محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم سپکاوی کړی دی. افسوس چې د ياد قانون (د بيان ازادي) پر مټ د ګران هېواد ډېر کسان د زړو کمونستانو په صفتونو نه مړيږي، د دوه څلوېښت کلن بحران عاملين د شهيدانو په نوم يادوي.

د هلکانو او جينکيو مخلوط او ګډ تعليم په مسجد او مدرسه کې هم نه دی په کار او همدارنګه له لومړي ټولګي نېولې تر پوهنتونه (د دوکتور تر کچې) پورې مخلوط نظام حرام دی، ځکه چې اوس يوويشتمه مېلادي پېړۍ ده. اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه په نبوي دوره کې په نبوي جومات کې د ښځو د جمعې د لمانځه (مسجد ته د تللو) مخالف و.

هو! همدا دېموکراتان له يوه لوري د بيان ازادي او د ښځو حقونو نغاره ډنګوي او بل خوا ته بيا همدوی دا دواړه اصول نقضوي، کومې ښځې چې د حجاب او ستر پابندې وي، قانون دا حق ورکړی وي، نو دوی (دېموکراتان) دا حق نه ورکوي، حکومتي او سرکاري دفترو ته يې له حجاب سره نه پريږدي.

نو دېموکراسي او د بيان ازادي دېموکراتانو او سېکولرستانو خاص د خپلو ګټو لپاره کاروي، د مسلمانو هېوادونو دېکتاتوران او د غرب غلامان هسې د خپلو بادارانو ړوند تقليد کوي او د دېموکراسي د نه منلو په ټس کې د خپل ولس غمخواره مسلمان مبارزين شکنجه کوي!!! د اسلامي قوانينو د قران، حديثو او فقهې قواعدو په موجوديت کې دېموکراتيک اصول منل، ښکاره کفر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx