ادبي لیکني

معنوي سکون

سید عبیدالله نادر

مرید د ماحول له ناخوالو ستړی ستومانه او ځوریدلی، د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه چې د فرشتو په جامو کې یې هر راز ځور او جفا په دې ځوریدلي خلکو منلي او د دوی د نادانۍ او کم عقلۍ له آزاره د خپل معنوي سکون له پاره د خپل پیر مخې ته کښیناست.

پیر په خپل صاحبدلۍ پوهه او رسایي سره چې د صاحبدلانو خاصه ده، د ده په تندي کې د زمانې ناخوالې ولوستلې، نو مرید نه یې حال وپوښته، مرید چې د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوې وه نو پیر ته یې د زړه حال بیانوه، پیر په ژور دقت او سوچ کې د مرید احوال اوریده، دده د شرح حاله څخه شیبه په شیبه پیر د غمونو په سمندر کې لاهو کیده.

مرید د ډيرو ترخو خاطراتو او ناخوالو د تکرار له وجهي يې ستونی ونیول شو یعنې ژړ غونی شو او په سخته ژړا یې پیل وکړ ،داسې یې وژړل، چې د اوښکو باران یې، په دواړو بارخوګانو جاري شو، خو ناڅاپه په ژړا یې داسې زړه سپک شو چې تا به ویل: چې د عالم بارونه یې د اوږې څخه اوچت شوي.

د پیر زړه پرې سخت ودردیده او ويې ویل: بس دی بس دی ته اوس په خپل ژړا هغه ځای ته رسیدلای یې چې ډیر د ریاضت خاوندان، چې په شپو شپو عبادتونه کوي، دا مقام نشي تر لاسه کولای، ته همدې دردونو د معنی خوا ته راکاږلی یې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx