نړۍ

جرمني: کرونا مو کابو کړې او ډير ژر به محدوديتونه ختم کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ وری، ۱۳۹۹ل): جرمني وايي، په کرونا وایرس یې کابو موندلی دی او په ډیر ژر به په خپل هېواد کې شته محدودیتونه ختم کړي.

د جرمني د عامې روغتیا وزیر «جینس سپن» پرون د جمعې په ورځ (اپريل ۱۷مه) په خپل هېواد د کرونا په اړه يوې خبري ناستې ته وويل: «په هیواد کې مو یوځل بیا د کرونا وایرس خپرېدل د کنترول په حالت کې دي، ځکه د معالجه شوو کسانو شمیر د نوو اخته شوو څخه لوړ دی».

نوموړي زیاته کړه، د کرونا وایروس کنترول او اداره کول ځکه شوني دي، چې زمونږ د روغتیا د پاملرنې سیستم هیڅکله تر دې حده تر فشار لاندې نه ؤ راغلی.

له دې مخکې «سپن» ویلي ؤ، د کرونا وایرس پېښو د تعقیبولو لپاره به د ۳ ـ ۴ اونیو په جريان کې يو کاریال (اپلیکېشن) وړاندې کړي، د کوم په مرسته چې به جرمنیان وکولای شي د موبایل له لارې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي.

نوموړي اې آر ډي(ARD) تلویزون ته وویل، په دې اړه پرمختګ کوونکي په جدیت سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي د معلوماتو خوندي کولو معیارونه د امکان تر حده بشپړ دي.

په ورته مهال د تیرې چهارشنبې په ورځ د جرمني لومړۍ وزیرې «انګیلا میرکل» هم څرګنده کړې وه، چې له عامه محدودیتونو څخه د وتلو په پار غواړي یو شمېر ګامونه پورته کړي.

نوموړې ویلې ؤ، په راتلونکې اونۍ کې به یو څه  پلورنځي او د مۍ مياشتې له ۴مې څخه به ښوونځي او ځينې نور بازارونه بیرته پرانيستل شي.

د “رابرټ کوچ” انسټیټیوټ د ساري ناروغیو څانګې د معلوماتو له مخې چې پرون د جمعې په ورځ یې خپاره کړل، په جرمني کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د کرونا وایرس ۳۳۸۰ مثبتو پېښو ثبتولو سره په جرمني کې د ناروغانو اجمالي تعداد  ۱۳۳۸۳۰ تنو ته رسېدلي، دغه راز په نوموړي هېواد کې د کرونا وایرس له امله تردې دمه ۳۸۶۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې یوازې ۲۹۹ تنه یې پرون مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx